دپوهنې وزارت معين په سپين بولدک کې د راستنېدونکو مهاجرينو سره وکتل

media-moe
Tue, Nov 07 2023 12:51 PM
123

د پوهنې وزارت د سرچینو او اداري معین مولوي صبغت الله وصیل چې د جوماتونو او پوهنې د تنظیم د کمېټې د پلاوي په مشرۍ کندهار ولایت ته تللی و، له پاکستان څخه د راستنېدونکو کورنیو سره وکتل.
د پوهنې وزارت د نشراتو او عامه اړیکو ریاست د معلوماتو له مخې، د سرچینو او اداري معین مولوي صبغت الله وصیل چې کندهار ولایت ته تللی ؤ د یاد ولایت په سپین بولدک سیمه کې له پاکستان څخه د راستنو شویو کډوالو کورنیو سره وکتل او له هغوی سره یې د اسلام د سپېڅلي دین له نظره د کډوالۍ پر موخو او ګټو خبرې وکړې.
د پوهنې وزارت معین دوی صبر او زغم  ته را وبلل او ډاډ یې ورکړ چې د افغانستان د پوهنې وزارت د ټولو افغانانو د ګډ کور په توګه د خپلې تګلارې له مخې د ټولو افغانانو په ګډون د زده کړو د زمینې برابرولو ته چمتو دی. 
په ورته مهال یو شمېر کډوالو د نورو په استازیتوب، د پوهنې له وزارت څخه د خپلو ماشومانو د زده کړو په برخه کې مننه وکړه.

Latest news

Mon, Sep 28 2026 11:09 AM
Background image

Minister of Education Arrives in Helmand on an Official Visit

The Honorable Alhaj Mawlawi Habibullah Agha, Minister of Education of the Islamic Emirate of Afghanistan, accompanied by a delegation, arrived in Helmand Province on an official visit. . .

Tue, Aug 04 2026 9:00 AM
Background image

The Minister of Education Departed for Zabul Province on an Official Visit

Honorable Alhaj Mawlawi Habibullah Agha, Minister of Education, departed for Zabul Province on an official visit. During his visit, he met with Honorable Alhaj Abdul Rahman Hamidi,. . .

BACK TO NEWS