له ولایتونو څخه د پوهنې خبرونو لنډیز

media-moe
Thu, Nov 02 2023 10:48 AM
123

غزني

د پوهنې وزارت د ولایتي چارو د سمون او همغږۍ رئیس الحاج مولوي پاینده محمد تعلیم، غزني ولایت ته د خپل رسمي سفر په ترڅ کې، د پوهنې په برخه کې د همکارو بنسټونو له مسئولینو سره وکتل او د یادو بنسټونو د لارو چارو د ارزونې پرمهال یې، د پوهنې وزارت درۍ کلن ملي پلان له دوی سره شریک کړ.
په ورته مهال نوموړي له هغوی وغوښتل، تر څو خپلې کړنې د پوهنې وزارت له کړنلارې او د غزني له پوهنې ریاست سره په همغږۍ ترسره کړي.

همدارنګه:

د غزني ولایت پوهنې رئیس الحاج مولوي میر نصیر احمد حسیني، د یاد ولایت قرباغ ولسوالۍ ته ولاړ او د یادې ولسوالۍ له ولسوال، امنیې قومندان، استخباراتو آمر او د پوهنې له مسؤلینو سره یې د کتنو پر مهال، له هغوی سره د ستونزو د حل په اړه تفصیلي خبرې وکړې.

پروان

د پروان ولایت پوهنې رئیس مفتي محمد حسن حقاني، د یاد ولایت سرخ پارسای ولسوالۍ ته د یوه کاري سفر په ترڅ کې، د یو شمېر ښوونځیو اداري او تدریسي چارې وڅېړلې او د زده کوونکو د ښوونیزې کچې د ارزونې پر مهال یې د ښوونې په برخه کې دکیفیت پر لوړوالي ټینګار وکړ.

همدارنګه:

د پروان ولایت پوهنې ریاست رهبري پلاوي، د افغانستان د ملي بانک له مسئولینو سره د یوې ناستې په ترڅ کې، د یاد ریاست د کارکوونکو د معاشونو د ورکړې په اړه خبرې وکړې او تفاهم ته ورسېدل.

جوزجان

د جوزجان ولايت پوهنې رئيس الحاج مولوي محمدطاهر جواد، د یاد رياست دڅارنې څانګو له مسئولينو سره غونډه وکړه او په کاري بهیر کې يې د څارنې په ارزښت دخبرو ترڅنګ، له هغوى وغوښتل، تر څو د څارنې د کيفيت د لاښه والي لپاره دې خپلې دندې په احتیاط او صداقت ترسره کړي.

Latest news

Mon, Sep 28 2026 11:09 AM
Background image

Minister of Education Arrives in Helmand on an Official Visit

The Honorable Alhaj Mawlawi Habibullah Agha, Minister of Education of the Islamic Emirate of Afghanistan, accompanied by a delegation, arrived in Helmand Province on an official visit. . .

Tue, Aug 04 2026 9:00 AM
Background image

The Minister of Education Departed for Zabul Province on an Official Visit

Honorable Alhaj Mawlawi Habibullah Agha, Minister of Education, departed for Zabul Province on an official visit. During his visit, he met with Honorable Alhaj Abdul Rahman Hamidi,. . .

BACK TO NEWS