د پوهنې وزارت د سرپرست له لوري په هرات ولایت کې د یوې دیني مدرسې د بنسټ ډبره کېښودل شوه

media-moe
Wed, Nov 01 2023 12:45 PM
123

د پوهنې وزارت سرپرست الحاج مولوي حبیب الله آغا په داسې حال کې چې د یاد وزارت د بهرنیو اړیکو رئیس استاد وحیدالله هاشمي، د پوهنې رئیس او مرستیال مولوي رحمت الله جابر او یو شمېر علماوو یې هم ملتیا کوله، د هرات زنده جان ولسوالۍ ته ولاړ او د یادې ولسوالۍ د وروستۍ زلزلې د شهیدانو له کورنیو سره یې د کتنې په ترڅ کې، د نائب رفېع کلي کې دیوې دیني مدرسې د بنسټ ډبره هم کېښوده.
د يادونې وړ ده، چې یاده مدرسه د سيمې د اوسېدونکو په غوښتنه او د پوهنې وزارت د مشرتابه په هڅو د دغه وزارت له بودجې څخه  په پاخه او اساسي ډول جوړېږي.
د يادې ولسوالۍ علماوو او اوسېدونکو د پوهنې وزارت د مشرتابه دغه اقدام وستايه او دیاد ولايت د نورو ښوونیزو بنسټونو د بيارغونې غوښتنه يې وکړه.

Latest news

Mon, Sep 28 2026 11:09 AM
Background image

Minister of Education Arrives in Helmand on an Official Visit

The Honorable Alhaj Mawlawi Habibullah Agha, Minister of Education of the Islamic Emirate of Afghanistan, accompanied by a delegation, arrived in Helmand Province on an official visit. . .

Tue, Aug 04 2026 9:00 AM
Background image

The Minister of Education Departed for Zabul Province on an Official Visit

Honorable Alhaj Mawlawi Habibullah Agha, Minister of Education, departed for Zabul Province on an official visit. During his visit, he met with Honorable Alhaj Abdul Rahman Hamidi,. . .

BACK TO NEWS