له ولایتونو څخه د پوهنې خبرونه

media-moe
Mon, Oct 30 2023 9:23 AM
123

لغمان

د لغمان ولایت الینګار ولسوالۍ په ګنده ګل کلي کې یوه سیمه ییزه مدرسه د پوهنې د مسئولینو، دیني علماوو او د سیمې د خلکو په ګډون د یو لړ مراسمو په ترڅ کې پرانیستل شوه.

همدارنګه:

د لغمان ولايت پوهنې رئيس مولوي شاه جهان ساجد، د ياد ریاست له مرکزي څانګو څخه څارنه وکړه او له کارکوونکو يې وغوښتل، تر څو له مراجعينو سره ښه چلند وکړي او د ورسپارل شويو دندو په ترسره کولو کې صادق او رښتيني واوسي.

کابل

د کابل ولایت ګلدرې ولسوالۍ د پوهنې آمریت له لوري د یادې ولسوالۍ د ۳۱۳ ښوونځیو له زده کوونکو څخه د اسلام د ستر پیغمبر حضرت محمد (صلي الله علیه وسلم) سیرت په اړه رقابتي آزموینه واخیستل شوه.
د یادو سیالیو د ترسره کولو موخه، د رسول الله (صلي الله علیه وسلم) له سیرت، نیکو او غوره اخلاقو سره د ځوانانو آشنا کول ؤ.

د یو بل خبر له مخې:

د کابل ښار پوهنې رئیس قاري عبدالباسط حقاني، د یاد ښار په درېیمه ښوونیزه ناحیه کې له یوه ښوونیز مرکز څخه څارنه وکړه او له مسئولینو یې وغوښتل، تر څو خپل فعالیتونه د ښوونیزې کړنلارې له مخې ترسره کړي.

سمنګان

د سمنګانو ولایت پوهنې ریاست د همغږۍ غونډه د الحاج مولوي نصرت الله فیضاني په مشرۍ د ښوونځیو د آمرینو او د شوراوو د غړو په ګډون جوړه شوه. 
د یادې غونډې د جوړېدو موخه د پوهنې د وضعیت څېړل، د نیمګړتیاوو په ګوته کول او د ښوونکو د ظرفیت لوړول ؤ.

Latest news

Mon, Sep 28 2026 11:09 AM
Background image

Minister of Education Arrives in Helmand on an Official Visit

The Honorable Alhaj Mawlawi Habibullah Agha, Minister of Education of the Islamic Emirate of Afghanistan, accompanied by a delegation, arrived in Helmand Province on an official visit. . .

Tue, Aug 04 2026 9:00 AM
Background image

The Minister of Education Departed for Zabul Province on an Official Visit

Honorable Alhaj Mawlawi Habibullah Agha, Minister of Education, departed for Zabul Province on an official visit. During his visit, he met with Honorable Alhaj Abdul Rahman Hamidi,. . .

BACK TO NEWS