په پکتیا ولایت کې د پوهنې وزارت د درۍ کلن ملي پلان په اړه د نظر غوښتلو  غونډه جوړه شوه

media-moe
Tue, Oct 31 2023 8:52 AM
123

هغه غونډه چې د پکتيا ولايت پوهنې رياست کې د پوهنې وزارت د درۍ کلن ملي پلان په اړه د بحث په موخه جوړه شوې وه، پکې د پوهنې رئیس مولوي عبدالوکيل خالد، د یاد ریاست آمرینو، مدیرانو، د ولسوالیو پوهنې آمرینو، د پوهنې وزارت د څېړنې او پالیسۍ رئیس ډاکټر عمر دوران زي، د یاد ولایت د پوهنتونونو استادانو او علماوو هم ګډون درلود.
د پوهنې وزارت د څېړنې او پالیسۍ رئیس ډاکټر عمر دوران زي، د یاد وزارت د درۍ کلن ملي پلان د شرایطو په اړه د غونډې ګډون والو ته معلومات وړاندې کړل او له هغوی یې وغوښتل، تر څو د یاد پلان په بډاینه کې د ونډې اخیستلو سربېره، د دغه پلان د مطالعې په برخه کې لازم اقدامات تر سره کړي. 
په ورته مهال نوموړي وویل، د پوهنې وزارت د رهبرۍ د لارښوونې له مخې دا مهال د پوهنې درۍ کلن ملي پلان د هېواد په ټولو ولایتونو کې د کارپوهانو او علماوو له لوري تر تخصصي بحثونو لاندې دی، څو د الله تعالی(جل جلا له) په مرسته او د افغانستان.ا.ا. عالي مشرتابه له تصویب وروسته پلی شي.

Latest news

Mon, Sep 28 2026 11:09 AM
Background image

Minister of Education Arrives in Helmand on an Official Visit

The Honorable Alhaj Mawlawi Habibullah Agha, Minister of Education of the Islamic Emirate of Afghanistan, accompanied by a delegation, arrived in Helmand Province on an official visit. . .

Tue, Aug 04 2026 9:00 AM
Background image

The Minister of Education Departed for Zabul Province on an Official Visit

Honorable Alhaj Mawlawi Habibullah Agha, Minister of Education, departed for Zabul Province on an official visit. During his visit, he met with Honorable Alhaj Abdul Rahman Hamidi,. . .

BACK TO NEWS