د پوهنې وزارت د معیاري آزموینو رئیس فاریاب ولایت ته سفر وکړ

media-moe
Sun, Oct 29 2023 2:24 PM
321

د پوهنې وزارت د معیاري آزموینو رئیس مولوي شمس الرحمن حماس او ورسره مل پلاوی، د ښوونکو او استادانو د تدریسي وړتیاوو د ارزونې په موخه فاریاب ولایت ته په یو رسمي سفر ولاړ.
په هغه کتنه کې چې یاد پلاوي د فاریاب ولایت د پوهنې له رئیس او مشرتابه سره درلوده، په پیل کې د پلاوي مشر دغه ولایت ته د خپل سفر موخه تشرېح او ورپسې د یاد ولایت مسئولینو د پوهنې وزارت پلاوي ته د خپلو لاس ته راوړنو او دندو په اړه لنډ راپور وړاندې کړ، چې د پلاوي له لوري په ښه توګه و ارزول شو.
همدارنګه د فاریاب پوهنې رئیس د پوهنې وزارت له پروګرامونو څخه هرکلی وکړ او د پلي کولو په برخه کې یې خپل چمتووالی اعلان کړ.
د غه راز نوموړي پلاوي ته ډاډ ورکړ، چې د پوهنې وزارت د لارښوونو او پلانونو د پلي کولو په برخه کې به کوټلي ګامونه پورته کړي. 
له بلې خوا د پوهنې وزارت د معیاري آزموینو رئیس د فاریاب ولایت د پوهنې ریاست له رهبرۍ څخه د مننې په ترڅ کې وویل: د پوهنې وزارت رهبري د هېواد د پوهنې دوست او غیور ملت سره ژمنه کوي چې د متوازنو ښوونیزو خدمتونو د پراختیا په لاره کې به جدي هلې ځلې کوي.
د يادونې وړ ده، چې اوسمهال د هېواد په پنځو شمالي ولايتونو کې د ښوونکو د وړتياوو د ارزونې لړۍ روانه ده.

Latest news

Mon, Sep 28 2026 11:09 AM
Background image

Minister of Education Arrives in Helmand on an Official Visit

The Honorable Alhaj Mawlawi Habibullah Agha, Minister of Education of the Islamic Emirate of Afghanistan, accompanied by a delegation, arrived in Helmand Province on an official visit. . .

Tue, Aug 04 2026 9:00 AM
Background image

The Minister of Education Departed for Zabul Province on an Official Visit

Honorable Alhaj Mawlawi Habibullah Agha, Minister of Education, departed for Zabul Province on an official visit. During his visit, he met with Honorable Alhaj Abdul Rahman Hamidi,. . .

BACK TO NEWS