له ولایتونو څخه د پوهنې لنډ خبرونه

media-moe
Sun, Oct 29 2023 11:12 AM
123

نورستان

د پوهنې وزارت د درۍ کلن ملي عملیاتي پلان د مسودې په اړه مشورتي غونډه، د نورستان ولایت پوهنې ریاست د مشرتابه او د پوهنې وزارت د پلان او پالیسۍ رئیس مولوي حبیب آخندزاده په حضور کې جوړه او په اړه یې د ګډون والو تر منځ نظرونه تبادله شول.

همدارنګه:

د نورستان ولایت پوهنې رئیس مولوي تاج محمد مطمئن په یاد ولایت کې د یوه مرستندویه بنسټ له استازي سره وکتل او د یاد بنسټ د ښوونیزو فعالیتونو او کاري پلانونو په اړه یې خبرې وکړې.
 
ننګرهار

د ننګرهار د عالي لېسې ۳۵ تنه زده کوونکي په یاد ولایت کې د کمپیوټر له روزنیز کورس څخه فارغ شول.

لوګر

د لوګر ولایت پوهنې ریاست د یاد ولایت په مدارسو، دارالعلومونو، دارالحفاظونو او دارالاېتامونو کې د ۵۱۵  استادانو د ګمارلو بهیر پیل کړ.
 د یاد ولایت پوهنې مسئولینو په وینا، دغه شمېر استادان مخکې له دې په ډله ییزې آزموینه کې د ټاکل شوې کمېټې له لوري بریالي پېژندل شوي دي.

د یو بل خبر له مخې:

د لوګر ولایت پوهنې ریاست له لوري د یاد ولایت ازرې ولسوالۍ د ښوونځیو د زده کوونکو ترمنځ علمي او فکري سیالي په لاره اچول شوې وه، چې په پای کې بریالیو زده کوونکو ته ستاینلیکونه ورکړل شول.
 

Latest news

Mon, Sep 28 2026 11:09 AM
Background image

Minister of Education Arrives in Helmand on an Official Visit

The Honorable Alhaj Mawlawi Habibullah Agha, Minister of Education of the Islamic Emirate of Afghanistan, accompanied by a delegation, arrived in Helmand Province on an official visit. . .

Tue, Aug 04 2026 9:00 AM
Background image

The Minister of Education Departed for Zabul Province on an Official Visit

Honorable Alhaj Mawlawi Habibullah Agha, Minister of Education, departed for Zabul Province on an official visit. During his visit, he met with Honorable Alhaj Abdul Rahman Hamidi,. . .

BACK TO NEWS