د پوهنې وزارت د ولایتي چارو د انسجام رئیس د زابل ولایت پوهنې ریاست له کارکوونکو سره وکتل

media-moe
Sat, Oct 28 2023 4:13 PM
بل

 د پوهنې وزارت د ولایتي چارو د انسجام رئیس الحاج مولوي پاینده محمد تعليم په مشرۍ پلاوي، چې د اسلامي زده کړو معينيت او د پلان رياست يو شمېر کارپوهانو يې هم ملتيا کوله، د يو لړ رسمي چارو د ترسره کولو په موخه زابل ولايت ته سفر وکړ.
په هغه غونډه کې چې په همدې موخه جوړه شوې وه، د زابل ولایت د پوهنې ریاست پر رئیس الحاج مولوي ګل ولي سربیره د ياد رياست مرستيالانو او کارکوونکو هم حضور درلود.
 غونډه د قرآن عظیم الشان د مبارکو آیتونو په تلاوت سره پیل شوه، ورپسې د یاد ولایت د پوهنې رئیس زابل ولایت ته د ورغلي پلاوي هرکلی وکړ او د یاد ریاست د پلانونو او پروګرامونو په اړه یې پلاوي ته معلومات ورکړل.
 په ورته مهال، د پوهنې وزارت د ولایتي چارو د انسجام رئيس ياد ولایت ته د پلاوي د سفر موخه څرګنده کړه او ویې ویل، چې د پوهنې وزارت د خپلو دندو او  کړنو د لاښه ترسره کولو په موخه، درې کلن عملیاتي پلان ترتیب او د هغه د پلې کولو په موخه یې د ولايتونو پوهنې رياستونو د مسئولینو او کارپوهانو نظرونه په جلا توګه مطرح کړل.
دغه راز نوموړي هیله څرګنده کړه، چې دوی هم د پوهنې په برخه کې په دقیقه څېړنه او تحلیل سره په یاد پلان کې اصلاحي نظریات شامل کړي.
 همدارنګه پلاوي په یو شمېر نورو مواردو کې هم د پوهنې کارکوونکو ته لازمې لارښوونې وکړې.
 په پای کې د زابل پوهنې رئیس له پلاوي سره یو لړ وړاندیزونه او ستونزې شریکې کړې، چې د ولايتي چارو د انسجام رئيس له لوري يې د همکارۍ ژمنه وشوه.

Latest news

Mon, Sep 28 2026 11:09 AM
Background image

Minister of Education Arrives in Helmand on an Official Visit

The Honorable Alhaj Mawlawi Habibullah Agha, Minister of Education of the Islamic Emirate of Afghanistan, accompanied by a delegation, arrived in Helmand Province on an official visit. . .

Tue, Aug 04 2026 9:00 AM
Background image

The Minister of Education Departed for Zabul Province on an Official Visit

Honorable Alhaj Mawlawi Habibullah Agha, Minister of Education, departed for Zabul Province on an official visit. During his visit, he met with Honorable Alhaj Abdul Rahman Hamidi,. . .

BACK TO NEWS