د پوهنې وزارت د ولایتي چارو د انسجام رئیس د غزني ولایت له پوهنې رئیس سره وکتل.

media-moe
Sat, Oct 28 2023 1:55 PM
fg

د پوهنې وزارت د ولایتي چارو همغږي رئیس الحاج مولوي پاینده محمد تعلیم د غزني ولایت د پوهنې رئیس مولوي میرنصیر احمد حسیني سره وکتل او په ياد ولایت کې یې د پوهنې پر مهمو مسایلو خبرې وکړې.
 د هغه سفر په ترڅ کې چې د ولايتي چارو د همغږي رئيس په مشرۍ پلاوي غزني ولايت ته سفر درلود، په پيل کې یاد پلاوي د خپل سفر موخه تشریح کړه او ويې ويل؛ د پوهنې وزارت د هېواد د پوهنيز نظام د لاپياوړتيا په هدف دری کلن ښوونيز پلان جوړ کړی او غواړي د مسئولينو او کارپوهانو په نظرونو سره د ياد پلان په پلې کولو کې لازمه همغږي را منځته کړي.
 نوموړي د ياد رياست له کارکوونکو او مسئولينو څخه وغوښتل، تر څو په دې برخه کې خپله ملي ونډه په ایماندارۍ او مسئوليت سره ادا کړي او ياده طرحه د کره معلوماتو او هراړخيزو نظرياتو په وړاندې کولو سره لا پياوړې کړي.
 هغه زیاته کړه؛ لکه څنګه چې د پلان له سرلیک څخه څرګندېږي، یاد پلان یو ملي سند دی، چې د مرکز او ولایتونو د پوهنې ریاستونو د ټولو مسئولینو، علماوو، ملي شخصیتونو او مخورو د نظریاتو پر بنسټ ترتيب شوى دى.
 په پای کې د غزني ولایت پوهنې رئیس له پوهنې وزارت سره د پوهنې ریاست پر همکارۍ د ټینګار ترڅنګ، د یاد پلان په ترتیب او پلې کولو کې د همکارۍ ژمنه وکړه.

Latest news

Mon, Sep 28 2026 11:09 AM
Background image

Minister of Education Arrives in Helmand on an Official Visit

The Honorable Alhaj Mawlawi Habibullah Agha, Minister of Education of the Islamic Emirate of Afghanistan, accompanied by a delegation, arrived in Helmand Province on an official visit. . .

Tue, Aug 04 2026 9:00 AM
Background image

The Minister of Education Departed for Zabul Province on an Official Visit

Honorable Alhaj Mawlawi Habibullah Agha, Minister of Education, departed for Zabul Province on an official visit. During his visit, he met with Honorable Alhaj Abdul Rahman Hamidi,. . .

BACK TO NEWS