له ولایتونو څخه د پوهنې څو خبرونو ته کتنه

media-moe
Sat, Oct 28 2023 1:42 PM
fg

غزني

د پوهنې وزارت د څارنې او ارزونې ریاست پلاوي غزني ولایت ته د یو رسمي سفر په ترڅ کې، د یاد ولایت د جاغوري ولسوالۍ پوهنې آمریت اړوند د عبدالغفور سلطاني، شهدای مکران، نور او شمس آب بورده د ښوونځیو اداري او تدریسي چارې وڅېړلې، د ښوونکو د تدریس طریقې او د زده کوونکو د زده کړې کچه یې هم له نیږدې وارزوله.

دایکنډي

د پوهنې په برخه کې د یوه همکار بنسټ استازو، د دایکنډي ولایت له پوهنې رئیس قاري عنایت الله سهار سره وکتل او د یاد ولایت له پوهنې مشرتابه سره یې د همکارۍ ژمنه یو ځل بیا تازه کړه.

د یو بل خبر له مخې:

د دايکنډي ولايت د اشترلي ولسوالۍ يو شمېر قومي مشرانو د یاد ولايت له پوهنې رئيس سره وکتل، د پوهنې په برخه کې يې د یاد رياست د رهبرۍ له هڅو ستاينه وکړه او د دايکنډي له پوهنې برخې سره يې خپله همکاري او ملاتړ اعلان کړ.

ننګرهار

د ننګرهار ولایت پوهنې رئیس مفتي حبیب حضرت حقاني د یاد ولایت دور بابا ولسوالۍ د بندر پائین منځني ښوونځي له چارو څخه څارنه وکړه.

نوموړي د یاد ښوونځي د اداري او تدريسي اسنادو د څېړلو پر مهال، زده کوونکي دیني او عصري زده کړو ته متوجه، او استادان يې د هېواد بچيانو ته د خدمت په موخه وهڅول.

همدارنګه:

د ننګرهار ولايت په مرکز جلال آباد ښار کې د ميا عمر او ننګرهار لېسو د سپورتي لوبډلو ترمنځ د باسکټبال سيالۍ ترسره شوې، چې د دواړو لوبډلو ترمنځ په مساوي توګه پای ته ورسېدې.

د یاد ولایت پوهنې رياست، غوره لوبغاړي په ستاینلیکونو وویاړل.

Latest news

Mon, Sep 28 2026 11:09 AM
Background image

Minister of Education Arrives in Helmand on an Official Visit

The Honorable Alhaj Mawlawi Habibullah Agha, Minister of Education of the Islamic Emirate of Afghanistan, accompanied by a delegation, arrived in Helmand Province on an official visit. . .

Tue, Aug 04 2026 9:00 AM
Background image

The Minister of Education Departed for Zabul Province on an Official Visit

Honorable Alhaj Mawlawi Habibullah Agha, Minister of Education, departed for Zabul Province on an official visit. During his visit, he met with Honorable Alhaj Abdul Rahman Hamidi,. . .

BACK TO NEWS