د پوهنې وزارت د دعوت او ارشاد ریاست پلاوي د کابل ښار د غازي او استقلال لېسو له زده کوونکو سره وکتل.

media-moe
Wed, Oct 25 2023 1:22 PM
123

د پوهنې وزارت د دعوت او ارشاد ریاست پلاوي د یاد ریاست د مسئولینو مولوي عارف شاه او مولوي میرزا محمد مطئمن په ګډون، د کابل ښار د غازي او استقلال لېسو څخه لیدنه وکړه او د یادو لېسو له مسئولینو، ښوونکو او زده کوونکو سره یې وکتل.
غونډې د قرآن عظیم الشان د څو مبارکو آیتونو په تلاوت سره پیل شوې، ورپسې د یادو لېسو آمرینو د پوهنې وزارت د رهبرۍ پلاوي حضور ته ښه راغلاست ووایه.
په ورته مهال، د پوهنې وزارت د دعوت او ارشاد ریاست پلاوي د ټولنې په نظم او پرمختګ کې د اسلام د سپېڅلي دین د لارښوونو رول ته په اشارې سره وویل: له نېکه مرغه نن سبا وژونکې ټولنیزې ناروغۍ په غیر اسلامي هېوادونو کې موجودې دي، چې خوشبختانه په اسلامي هېوادونو کې دا ناروغۍ شتون نه لري او دا داسلام مبارک دین له برکته دي چې مونږ یې شکر ادا کوو.
د دعوت او ارشاد ریاست پلاوي په دې کتنه کې زده کوونکي د دیني علومو زده کړې ته وهڅول او له هغوی یې وغوښتل چې د بهرنیانو له فرهنګي یرغل څخه ځان وساتي او له ټکنالوژۍ څخه په عام المنفعه برخو کې اعظمي ګټه پورته کړي.
په پاى کې ياد پلاوي د لېسو مسئولينو ته لارښوونه وکړه، چې زده کوونکو او نورو کارکوونکو ته د ديني درسونو زمينه برابره کړي.

Latest news

Mon, Sep 28 2026 11:09 AM
Background image

Minister of Education Arrives in Helmand on an Official Visit

The Honorable Alhaj Mawlawi Habibullah Agha, Minister of Education of the Islamic Emirate of Afghanistan, accompanied by a delegation, arrived in Helmand Province on an official visit. . .

Tue, Aug 04 2026 9:00 AM
Background image

The Minister of Education Departed for Zabul Province on an Official Visit

Honorable Alhaj Mawlawi Habibullah Agha, Minister of Education, departed for Zabul Province on an official visit. During his visit, he met with Honorable Alhaj Abdul Rahman Hamidi,. . .

BACK TO NEWS