رسنیز بلنلیک
د پوهنې وزارت په پام کې لري، چې د یاد وزارت د مشرتابه پلاوي او مرکزي څانګو د یو شمېر رئیسانو او مېلمنو په ګډون، د شهادتنامو ریاست د رسمي اسنادو «برید» برېښنايي سیستم په رسمي ډول پرانیزي.
وخت:
د ۱۴۴۵ هـ ق کال، شنبې ورځ، د ربېع الثاني ۶ مه، د ماسپښین یوه نیمه بجه، (۱۴۰۲ه ش کال د تلې ۲۹ مه)؛
ځای:
د پوهنې وزارت د شهادتنامو ریاست، کارته چهار، د شېرشاه سوري جامع جومات ته څېرمه، د مخابراتو کوڅه؛
د ټولو رسنیو قدرمنو خبریالانو ته په ډېر درنښت بلنه ورکوو، تر څو د یادو مراسمو په خبري پوښښ کې له موږ سره همکاري وکړئ.
د اړيکې شمېره: لقمان ۰۷۳۱۴۴۴۴۱۰
