په تخار ولایت کې د یو لومړني ښوونځي ودانۍ جوړه او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.
د تخار ولایت په مرکز تالقان ښار کې د میرزا محمد نظري لومړني ښوونځي نوې ودانۍ، د یو لړ مراسمو په ترڅ کې، چې پکې د پوهنې ریاست مشرتابه پلاوي، دیني علماوو، مشرانو او د خلکو استازو ګډون درلود، پرانیستل شوه.
د یاد ولایت پوهنې رئیس الحاج مولوي حزب الله مبشر، په ښوونیز بهیر کې د سالم تدریسي چاپېریال د اغېز او رول په اړه خبرې وکړې او د علم حاصلول یې د ټولنې په پرمختګ او هوساینه کې مهم وګڼل او له خلکو یې وغوښتل، تر څو د ښوونیز نظام د پراختیا او لاښه والي لپاره د پوهنې له ریاست سره خپلو همکاریو ته دوام ورکړي.
دغه راز نوموړي د یاد ولايت خلک د پوهنې او دوستۍ بېلګه وبلله او ويې ويل: د دغه ولايت اوسېدونکو له خپلو شخصي پيسو (يو ميليون او څلور سوه زره افغانیو په لګښت) د ښوونځي لپاره ځمکه اخيستې، په پاخه او اساسي ډول يې جوړه کړی، چې له امله يې د سيمې له خلکو مننه او قدارداني کوم.
د پوهنې مسئولينو د معلوماتو له مخې، یاد ښوونځى څلور درسي خونې او نور اړین ملحقات لري، چې په يو جرېب ځمکه کې جوړ شوى دى.
نورو ويناوالو هم د ياد ښوونځي په جوړېدو خوښي وښوده، د ښوونيزو بنسټونو جوړول يې صدقه جاریه عمل وباله او د تالقان د ولسونو د پوهنې او دوستۍ له احساس څخه يې قدرداني وکړه.
