‏د کابل ښار ښوونځیو او مدارسو د زده کوونکو لپاره د علمي سفر پروګرام ترسره شو

media-moe
Wed, Oct 18 2023 11:40 AM
sdfb

د پوهنې وزارت د ځانګړي پلان پر بنسټ، د استعدادونو د ودې، له یو بل سره د لیدنې او د نظریاتو د تبادلې په موخه، نن سهار د کابل ولايت پغمان ولسوالۍ په معارف باغ کې د ښوونځیو او مدارسو د شاوخوا ۲۰۰ تنو زده کوونکو لپاره د علمي سفر پروګرام داير شو. 
په ياد پروګرام کې چې نن سهار پيل شو، د پوهنې وزارت د ښوونې او روزنې معين الحاج مولوي سخاء الله سعيد، د کيفيت تضمين معين الحاج مولوي عبدالخالق صادق، د سرچينو او ادارې معين مولوي صبغت الله وصيل، د دارالعلومونو رئيس مولوي عبدالقدوس قدوسي، د کابل ښار پوهنې رئیس قاري عبدالباسط حقاني، د نشراتو او عامه اړیکو رئیس قاري منصور احمد حمزه، د دعوت او ارشاد رئیس مولوي جمعه خان سروري، د ښوونيزو ناحيو یو شمېر آمرينو، د ښوونځیو او مدارسو ښوونکو ګډون درلود.
غونډه د الهي کلام د څو مبارکو آیتونو په تلاوت سره پیل شوه. ورپسې د کابل ښار پوهنې رئیس د ياد ښوونیز پروګرام میلمنو ته ښه راغلاست ووایه او د دې ډول پروګرامونو په ګټو یې خبرې وکړې.
نوموړي د زده کوونکو د جسمي او فکري استعدادونو د پراختیا، د دوستۍ د پیاوړتیا او د دوی ترمنځ د علمي موضوعاتو او تجربو د تبادلې په موخه د ښوونیزو او تفریحي کړنو په اړه تفصيلي خبرې وکړې.
همدارنګه، د پوهنې وزارت محترمو معينانو او نورو ویناوالو هر یو په خپلو خبرو کې د ځوانانو د علمي کچې پر لوړوالي او د هغوی پر سالمې روزنې ټينګار وکړ.
د غه راز هغوی د هیواد له ځوانانو څخه وغوښتل چې خپل وخت د دیني او عصري علومو زده کړو ته ځانګړی کړي.
د پوهنې وزارت د کیفیت تضمین معين الحاج مولوي عبدالخالق صادق، د خپلو خبرو په یوه برخه کې د ټولنې په اصلاح کې د پوهنې رول ته اشاره وکړه او ټینګار یې وکړ چې د پوهنې وزارت ژمن دی تر څو د معاصرو زده کړو په ډګر کې د ټول هېواد د بچيانو لپاره د ديني او عصري علومو آسانتیاوې برابرې کړي.
د علمي سفر ياد پروګرام چې د پغمان ولسوالۍ اړوند د معارف په باغ کې جوړ شوی ؤ، پکې د کابل ښار اړوند ښوونځيو او مدارسو  د زده کوونکو له لوري د حمدونو او حماسي ترانو په ويلو سربېره،  هغوی لاسي صنايعو ، سپورتي لوبو، جمناستيک او د پاکې طبيعي هوا څخه په استفادې سره پای ته ورسېد. 
د پروګرام ګډون والو د سالمې روزنې او د استعدادونو د ودې او د هغوی د بدني روغتیا د ساتلو په برخه کې د پوهنې وزارت د رهبرۍ له پاملرنې مننه وکړه او د نورو زده کوونکو لپاره یې هم د ورته پروګرامونو د تر سره کولو غوښتنه وکړه.

Latest news

Mon, Sep 28 2026 11:09 AM
Background image

Minister of Education Arrives in Helmand on an Official Visit

The Honorable Alhaj Mawlawi Habibullah Agha, Minister of Education of the Islamic Emirate of Afghanistan, accompanied by a delegation, arrived in Helmand Province on an official visit. . .

Tue, Aug 04 2026 9:00 AM
Background image

The Minister of Education Departed for Zabul Province on an Official Visit

Honorable Alhaj Mawlawi Habibullah Agha, Minister of Education, departed for Zabul Province on an official visit. During his visit, he met with Honorable Alhaj Abdul Rahman Hamidi,. . .

BACK TO NEWS