له ولایتونو څخه د پوهنې خبرونو ته لنډه کتنه

media-moe
Tue, Oct 17 2023 1:34 PM
123

غزني

د پوهنې وزارت د ارزونې او معیاري آزموینو ریاست پلاوي، د غزني ولایت په مرکز او ولسوالیو کې د دولتي او خصوصي ښوونیزو بنسټونو فعالیتونه وڅېړل.
د یاد ولایت پوهنې رئیس الحاج مولوي نصیر احمد حسیني ورغلي پلاوي ته ښه راغلاست ووایه او د لازمو آسانتیاوو په برابرولو کې یې د همکارۍ ژمنه وکړه.

نیمروز

د نیمروز ولایت پوهنې سرپرست مولوي عبدالغني شفیق په خپل کار دفتر کې د هرات ولایت د افغان ترک لېسې له مسئولینو سره وکتل.
د افغان-ترک لېسې استازو د خپل سفر موخه، په هرات ولایت کې د افغان-ترک لېسې ته د شاملېدونکو زده کوونکو د آزموینې د ورځې پېژندنه او نوم لیکنه  وبلله او په یاده برخه کې یې د پوهنې له ریاست څخه د همکارۍ غوښتنه وکړه.

تخار

د تخار ولایت پوهنې ریاست او سویډن مؤسسې ترمنځ مشورتي غونډه جوړه او د یاد ولایت د ینګي قلعه، رستاق، خواجه غار، اشکمش، دشت قلعه او کلفګان ولسوالیو اړوند د ۷ بابه ښوونځيو بیارغونې په اړه تفصیلي خبرې وشوې.
په ورته مهال، د یادې مؤسسې مسئولينو ژمنه وکړه، چې ډېر ژر به د ښوونځیو پر اړوندو پروژو کارونه پيل کړي.

سرپل

د سرپل ولایت پوهنې ریاست، د پوهنې رئیس مولوي محمد رحماني او د یاد ریاست د یو شمېر نورو مسئولینو په حضور کې، د مرکز اړوند رحمت آباد عالي لېسې ۳۶۰ تنو زده کوونکو ترمنځ، د سیرت النبي(صلي الله علیه وسلم) سیالۍ ترسره کړې. 
د سرپل پوهنې رئیس وويل، چې د یادو سياليو د پيلولو موخه، د ښوونځيو د زده کوونکو ترمنځ د اسلامي پوهې پياوړي کول او د ديني معلوماتو زیاتول دي.

لغمان

د لغمان ولایت پوهنې رئیس مولوي شاه جهان ساجد د یاد ریاست د کیفیت تضمین آمر سره په ګډه، د دغه ولایت دولت شاه ولسوالۍ اړوند د میا عبدالکریم، قلعه نجیل او زرکمر ښوونځیو له اداري او تدریسي چارو څخه څارنه وکړه.
 

Latest news

Mon, Sep 28 2026 11:09 AM
Background image

Minister of Education Arrives in Helmand on an Official Visit

The Honorable Alhaj Mawlawi Habibullah Agha, Minister of Education of the Islamic Emirate of Afghanistan, accompanied by a delegation, arrived in Helmand Province on an official visit. . .

Tue, Aug 04 2026 9:00 AM
Background image

The Minister of Education Departed for Zabul Province on an Official Visit

Honorable Alhaj Mawlawi Habibullah Agha, Minister of Education, departed for Zabul Province on an official visit. During his visit, he met with Honorable Alhaj Abdul Rahman Hamidi,. . .

BACK TO NEWS