له ولایتونو څخه د پوهنې خبرونو انعکاس
سرپل
د سرپل ولايت پوهنې رياست له لوري د امام يحی د هلکانو په عالي لېسه کې، په پاکو اوبو او صابون د لاسونو مينځلو نړيواله ورځ و لمانځل شوه او د کولمو چنجيو د له منځه وړلو کمپاین هم په یاده لېسه کې پیل شو.
د یاد ولايت پوهنې رئيس مولوي محمد رحماني او د دغه ولايت د عامې روغتيا رئيس ډاکټر جمال الدين د اسلامي شريعت له نظره د پاک چاپېريال او پاکوالي په اړه خبرې وکړې او ګډون وال يې د پاکوالي پاللو ته وهڅول.
لغمان
د لغمان ولايت پوهنې رئيس مولوي شاه جهان ساجد د یاد ولايت پوهنې رياست له مرکزي څانګو څخه د ليدنې پر مهال، د کارکوونکو او مسئولينو کړنې وڅېړلې او له هغوی يې وغوښتل، چې د ورځنیو چارو او مراجعینو سره په انساني او اسلامي طریقه نېک چلند وکړي.
بغلان
د پوهنې وزارت د ارزونې او معیاري آزموینو ریاست پلاوي، بغلان ولایت ته د یوه رسمي سفر په ترڅ کې، د خپل سفر موخه د یاد ولایت د ښوونیزو مرکزونو د فعالیتونو ارزونه وبلله.
د یاد ولايت پوهنې رئیس، پلاوي ته د ارزونې په برخه کې د هر ډول آسانتیاوو برابرولو ژمنه وکړه.
پنجشېر
د پنجشېر ولايت پوهنې رئيس مولوي غلام ایشان حماس د یاد ولايت پوهنې رياست کارکوونکو سره په کتنه کې، له هغوى څخه وغوښتل، چې د خپلو کارونو دکيفيت په لوړولو او د نوي نسل د روزنې او بېدارۍ په برخه کې جدي هلې ځلې وکړي.
نوموړي همدا راز له کارکوونکو څخه وغوښتل، چې د ورځنيو چارو په ترسره کولو کې د محمدي اخلاقو په رڼا کې له مراجعينو سره په ښه توګه چلند وکړي.
غزني
د غزني ولایت پوهنې ریاست د یاد ریاست اړوند ۳۱ خالي بستونو د ډکولو په موخه، یوه ډله ییزه آزموینه واخیسته.
په پام کې ده هغه کسان چې معیاري نمرې ترلاسه کړي، د یاد ولایت په ښوونځیو او مدارسو کې به د ښوونکو او استادانو په توګه وګمارل شي.
