د ولايتونو په پوهنې رياستونو کې د ديني علومو آزموينې واخیستل شوې

media-moe
Thu, Oct 12 2023 11:21 AM
123

د پوهنې وزارت د مرکزي څانګو له کارکوونکو څخه د دیني علومو آزموینې اخیستلو سره په یو وخت، د هېواد د ولایتونو په پوهنې ریاستونه کې د یاد وزارت د دعوت او ارشاد ریاست د ځانګړي پلان په بنسټ او د پوهنې ریاستونو د دعوت او ارشاد له مسئولینو سره په همغږۍ، د یادو ریاستونو له کارکوونکو څخه د دیني علومو ۴۰ فیصده آزموینې واخیستل شوې.
د ولایتونو پوهنې رئیسانو او مسئولینو، د ټولنې په اصلاح او له بدیو څخه د مخنیوي په برخه کې د دیني علومو د زده کړې پر رول خبرې وکړې او د پوهنې کارکوونکو ته یې په خپلو ورځنيو چارو کې د آمرینو په اطاعت، رښتینولۍ او له مراجعینو سره د صادقانه چلند پر کولو لارښوونه وکړه. 
  له بل لوري، د ولایتونو پوهنې ریاستونو کارکوونکو او نورو مسئولینو د پوهنې وزارت د اداري مقرراتو او کړنلارو په رعایتولو کې د ټینګار ترڅنګ، د پوهنې کارکوونکو لپاره د دیني علومو د ټولګیو له جوړېدو څخه خوښي څرګنده او زیاته یې کړه، چې په دې سره به د اسلامي زده کړو په برخه کې د دوی پوهه لاپراخه شي.

Latest news

Mon, Sep 28 2026 11:09 AM
Background image

Minister of Education Arrives in Helmand on an Official Visit

The Honorable Alhaj Mawlawi Habibullah Agha, Minister of Education of the Islamic Emirate of Afghanistan, accompanied by a delegation, arrived in Helmand Province on an official visit. . .

Tue, Aug 04 2026 9:00 AM
Background image

The Minister of Education Departed for Zabul Province on an Official Visit

Honorable Alhaj Mawlawi Habibullah Agha, Minister of Education, departed for Zabul Province on an official visit. During his visit, he met with Honorable Alhaj Abdul Rahman Hamidi,. . .

BACK TO NEWS