له ولایتونو څخه د پوهنې خبرونو ته یوه لنډه کتنه

media-moe
Tue, Oct 10 2023 2:41 PM
123

هلمند

د هلمند ولايت پوهنې رئيس الحاج مولوي محمد عوض انصاري د یوه رسمي سفر په ترڅ کې، نوزاد ولسوالۍ ته ولاړ او د يادې ولسوالۍ د ښوونځيو د اداري او تدريسي چارو د څارنې تر څنګ يې، له هغو ځمکو څخه چې د دوسنګ، تنګي او شیخ زایي د ښوونځیو لپاره د ځایي خلکو له لوري اخیستل شوي دي، لیدنه وکړه.

بلخ

د بلخ ولايت پوهنې رياست کاري غونډه، د یاد ریاست د ښوونې او روزنې آمریت تر څارنې لاندې، د پوهنې مسئولینو، کارکوونکو او همکارو ادارو په ګډون ترسره شوه.
د بلخ پوهنې رئیس د يادو ادارو د همکاريو د قدردانۍ په ترڅ کې له هغوى وغوښتل، ترڅو خپل فعالیتونه د کړنلارې له مخې، د دغه ولايت له پوهنې رياست سره په همغږۍ ترسره کړي.

لوګر

د لوګر ولایت پوهنې ریاست د ښوونیزې ټکنالوژۍ او ساینس مدیریت، د محمد آغې ولسوالۍ اړوند د وحدت عالي لېسې زده کوونکو ته د کمپيوټري پروګرامونو د زده کړې په موخه، د میزونو او څوکیو په ګډون ۳۱ پایې کمپیوټرونه و وېشل.

ننګرهار

د ننګرهار ولایت پوهنې ریاست او د یونیسف مؤسسې په همکارۍ، له ۳۹ تنو وړ کسانو څخه چې ۲۷ تنه یې ښځې وې، رقابتي آزموینه واخیسته، ترڅو بریالي کسان په سیمه ییزو او ګړندیو ښوونیزو ټولګیو کې د ښوونکو په توګه وګماري.

لغمان

د لغمان ولایت پوهنې رئیس مولوي شاه جهان ساجد د یوه څارنیز پروګرام په ترڅ کې، د قرغیو ولسوالۍ د یوشمیر ښوونځیو له اداري او تدریسي چارو څخه څارنه وکړه، د زده کوونکو ښوونیزه کچه یې و ارزوله او د هغوی په سالمه پالنه یې ټینګار وکړ.
 

Latest news

Mon, Sep 28 2026 11:09 AM
Background image

Minister of Education Arrives in Helmand on an Official Visit

The Honorable Alhaj Mawlawi Habibullah Agha, Minister of Education of the Islamic Emirate of Afghanistan, accompanied by a delegation, arrived in Helmand Province on an official visit. . .

Tue, Aug 04 2026 9:00 AM
Background image

The Minister of Education Departed for Zabul Province on an Official Visit

Honorable Alhaj Mawlawi Habibullah Agha, Minister of Education, departed for Zabul Province on an official visit. During his visit, he met with Honorable Alhaj Abdul Rahman Hamidi,. . .

BACK TO NEWS