د پوهنې وزارت د دعوت او ارشاد رياست پلاوي د کابل ښار له حبيبې لېسې څخه ليدنه وکړه

media-moe
Sat, Oct 07 2023 1:31 PM
123

د پوهنې وزارت د دعوت او ارشاد رئیس مولوي جمعه خان سروري په داسې حال کې چې ياد رياست آمرينو، هر يو لکه، مولوي محمد آصف دلاور او مولوي میرزا محمد مطمئن يې هم ملتیا کوله، د کابل ښار د حبیبیې لېسې له مسئولینو، ښوونکو او زده کوونکو سره وکتل.
غونډه د الله تعالی د سپېڅلي کلام د څو مبارکو آیتونو په تلاوت سره پیل شوه، ورپسې د يادې لېسې رهبرۍ ورغلي پلاوي ته ښه راغلاست ووایه او د ښوونځي د اداري او تدریسي چارو په اړه یې  پلاوي ته معلومات ورکړل.
ورپسې د پوهنې وزارت د دعوت او ارشاد رئيس مولوي جمعه خان سروري، د ټولنې په اخلاقي اصلاح او پرمختګ کې د ديني زده کړو رول ته اشاره وکړه او څرګنده يې کړه، چې د بشپړې اسلامي، انساني او سالمې ټولنې د جوړولو په موخه، د ديني علومو زده کړو ته بايد جدي پاملرنه وشي او په دې برخه کې يې د لېسې د ښوونکو څخه د لازياتو هلوځلو غوښتنه وکړه.
په ورته مهال، نوموړي له ښوونکو وغوښتل، چې د هېواد بچيان په اسلامي او ملي روحيه وروزي، تر څو په راتلونکي کې د هېواد او ټولنې لپاره د صادقانه خدمت جوګه شي.
دغه راز د نورو په استازيتوب د عالي لېسې يو تن ښوونکي، د دعوت او ارشاد رياست له مشرتابه سره په ليدنه کې خوښي څرګنده کړه او د همکارۍ ژمنه يې وکړه.
په پای کې د یادې لېسې لپاره نوي مبلغین وګمارل شول تر څو زده کوونکي له حرامو خبر او هغوی ته د دیني او فقهي درسونو په برخه کې تدريس وکړي.
غونډه د مولوي عبدالغفار له لوري د دعائيې په لوستلو سره پای ته ورسېده.

Latest news

Mon, Sep 28 2026 11:09 AM
Background image

Minister of Education Arrives in Helmand on an Official Visit

The Honorable Alhaj Mawlawi Habibullah Agha, Minister of Education of the Islamic Emirate of Afghanistan, accompanied by a delegation, arrived in Helmand Province on an official visit. . .

Tue, Aug 04 2026 9:00 AM
Background image

The Minister of Education Departed for Zabul Province on an Official Visit

Honorable Alhaj Mawlawi Habibullah Agha, Minister of Education, departed for Zabul Province on an official visit. During his visit, he met with Honorable Alhaj Abdul Rahman Hamidi,. . .

BACK TO NEWS