په ټول هېواد کې د ښوونکي نړیواله ورځ ولمانځل شوه
د ښوونکي نړیواله ورځ چې د تلې مياشتې له ۱۳مې نېټې سره برابره ده، د هېواد د ولایتونو په پوهنې ریاستونو کې د يو لړ شاندارو مراسمو په ترڅ کې ولمانځل شوه.
په يادو مراسمو کې د پوهنې رياست پر رئيسانو او مشرانو سربېره د سيمې لوړ پوړو چارواکو، مخورو، علماوو، قومي او فرهنګي شخصيتونو، ښوونکو او زده کوونکو هم ګډون درلود.
غونډې د قرآن کريم د څو مبارکو آیاتونو په تلاوت سره پیل شوې، ورپسې د اړوندو ولایتونو د پوهنې رئیسانو د غونډې ګډون والو او مېلمنو ته د ښه راغلاست ترڅنګ، په ټولنه کې د ښوونکي رغنده رول ته په اشارې سره د هېواد په پرمختګ او سوکالۍ کې د ښوونکي رول مهم وباله.
ويناوالو ښوونکي د ټولنې هڅانده او زحمتکشه طبقه وبلله، چې له لسګونو ستونزو سره سره په دې توانېدلي، تر څو خپلې ټولې علمي، معنوي او د ژوند تجربې د هېواد بچيانو ته وړاندې کړي.
همدارنګه د پوهنې يو شمېر مسئولينو هم د يوې سالمې ټولنې د جوړونکي او لارښود په توګه د ښوونکي د رول او اغېز پر مرکزيت خبرې وکړې او د هغوی سپېڅلې دنده يې د پېغمبرانو دنده وبلله.
د غونډې په ترڅ کې د يادو ولايتونو د ښوونځيو او مدارسو د زده کوونکو د ترانو ټېمونو د ښوونکي د لوړ مقام په مناسبت خپلې ترانې، نعتونه او شعرونه ګډون والو ته واورول، چې د حاضرينو له لوري يې تود هرکلى وشو.
د غونډې په پای کې د پوهنې ریاست د مشرتابه له لوري د اړوندو ولایتونو د ښوونځیو او مدارسو ممتاز او مخکښ ښوونکي او استادان د دوی د ارزښتناکو خدمتونو له امله په ډالیو او ستاینلیکونو و وياړل شول.
يادې غونډې د دعائیې په لوستلو سره پای ته ورسېدې.
