د کابل ښار پنځمې ښوونیزې ناحیې اړوند په یوه عالي لېسه کې یو جومات پرانیستل شو
د کابل ښار پوهنې رئيس قاري عبدالباسط حقاني په داسې حال کې، چې د پنځمې ښوونیزې ناحيې آمر، د مولانا عبدالمجيد مصفا غزنوي عالي لېسې ښوونکو، زده کوونکو،يو شمېر علماوو او د سيمې اوسېدونکو ګډون درلود؛ په یاده عالي لېسه کې یو جامع جومات پرانیست.
غونډه د قران عظیم الشان څو مبارکو آیتونو په تلاوت سره پیل شوه او ورپسې د کابل ښار پوهنې رئیس د اسلام د ستر پیغمبر حضرت محمد (صلی الله علیه وسلم) د مبارکو احادیثو پر بنسټ، د جوماتونو د جوړولو په فضیلت مفصلې خبرې وکړې.
په ورته مهال د یادې عالي لېسې آمر، يو شمېر علماوو او د همدې سيمې د خلکو استازي قدرت الله جمال د خپلو خبرو په ترڅ کې، د کابل ښار پوهنې رياست له پلانونو او کړنلارو خوښي څرګنده او خپل ملاتړ يې ترې اعلان کړ.
په پای کې یاد جومات د پټۍ په پرې کولو سره رسماً پرانیستل شو.
د یادولو وړ ده چې؛ دغه جومات د همدې لېسې د پرمختیايي شورا، د لېسې آمر، ښوونکو او زده کوونکو مالي ملاتړ سره، په ۵۰ کیلو متر مربع ځمکه کې له اړینو ملحقاتو سره جوړ شوی، چې ټولټال یو میلیون او ۳۳۵ زره او ۴۰۰ افغانۍ لګښت پرې راغلی دی.
