له ولایتونو څخه د پوهنې خبرونو لنډیز

media-moe
Thu, Sep 28 2023 11:00 AM
123

پکتیا

د پوهنې وزارت د کیفیت تضمین معینیت د څارنې او ارزونې رئیس پکتیا ولایت ته د یوه رسمي سفر په ترڅ کې، د یاد ولایت د پوهنې ریاست له رئیس سره یې په لیدنه کې د خپل سفر موخه، د پوهنې ریاست او ولسوالیو د مرکزي څانګو له فعالیتونو څخه څارنه او ارزونه وبلله. 

بغلان

د بغلان ولایت پوهنې رئیس الحاج مولوي محمد نور عزیزي د ACD مؤسسې له مسئولینو سره وکتل او د محلي چټکو زده کړو د ټولګیو د پرانیستلو، د ښوونکو د ګمارنې او د هغوی د معاشونو د ورکړې په اړه یې لازم تصمیمونه ونیول.

ننګرهار

په دې وروستیو کې د ننګرهار ولایت پوهنې ریاست مشرتابه، د یاد ولایت د پچیراګام او چپرهار ولسوالیو د پوهنې نوي آمرین خپلو همکارانو ته ور وپېژندل.
له بل لوري نويو ګمارل شويو آمرینو د یاد رياست مشرتابه ته ډاډ ورکړ، چې په خپل ټول توان سره به د پوهنې د پلانونو د عملي کولو لپاره هلې ځلې وکړي.

لغمان

د لغمان ولايت پوهنې رئيس مولوي شاه جهان ساجد او د یاد ریاست تخنيکي ټېم د بادپخ ولسوالۍ اړوند د بادپخ، شاه ګليان او گروچ د ښوونځيو بيارغاونې چارې وڅارلې او د کار او ساختماني موادو پر ښه کيفيت يې ټينګار وکړ.

همدارنګه؛

د لغمان ولایت پوهنې رییس وایي: د قرغیو او بادپخ ولسوالیو د ۲۰ ښوونځیو د بیارغونې چارې، د یوې همکارې مؤسسې په مالي ملاتړ سره د ۲۸۰۰ زره افغانیو په لګښت روانې دي؛ چې ډېر ژر به یې چارې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.

د یو بل خبر له مخې:

د لغمان ولایت پوهنې رئیس د بادپخ ولسوالۍ د ګروچ ښوونځي اداري، تدریسي او تحصیلي اسناد وڅېړل او د ځینو کاري تشو د ډکولو په موخه یې اړوندو مسئولینو ته لازمې لارښوونې وکړې.
 

Latest news

Mon, Sep 28 2026 11:09 AM
Background image

Minister of Education Arrives in Helmand on an Official Visit

The Honorable Alhaj Mawlawi Habibullah Agha, Minister of Education of the Islamic Emirate of Afghanistan, accompanied by a delegation, arrived in Helmand Province on an official visit. . .

Tue, Aug 04 2026 9:00 AM
Background image

The Minister of Education Departed for Zabul Province on an Official Visit

Honorable Alhaj Mawlawi Habibullah Agha, Minister of Education, departed for Zabul Province on an official visit. During his visit, he met with Honorable Alhaj Abdul Rahman Hamidi,. . .

BACK TO NEWS