له ولایتونو څخه د پوهنې لنډ خبرونه
کاپیسا
د کاپیسا ولایت پوهنې رئیس مولوي محمد فرید حقاني او ورسره مل پلاوي، د یاد ولایت تګاب ولسوالۍ د یو شمېر ښوونځیو او دیني مدارسو اداري او تدریسي اسناد وکتل او د ستونزو د حل په موخه یې مسئولینو ته لازمې لارښوونې وکړې.
غزني
د غزني ولايت پوهنې رياست له لوري د یاد ولايت د دولتي او خصوصي ښوونځيو د فوټبال ۱۶ لوبډلو او د واليبال د ۸ لوبډلو ترمنځ د مني تورنمنټ تر نامه لاندې سيالۍ د شمس العارفين لېسې په سپورتي لوبغالي کې پيل شوې.
د یاد ولايت د ښوونځيو د واليبال لوبډلو ترمنځ سياليو کې د البيروني لېسې لوبډلې لومړى مقام خپل کړ او د فوټبال په سياليو کې د سنايي او سيد احمد مکه یي لېسو لوبډلو ترمنځ لوبه مساوي پاى ته ورسېده.
هلمند
د هلمند ولایت پوهنې رئیس الحاج مولوي محمد عوض انصاري د یاد ریاست له آمرینو او مدېرانو سره د لیدنې پر مهال، په مهمو ښوونیزو مسایلو لکه: د نویو کارکوونکو ګمارنه، د مالي ستونزو حل او د اداري او تدریسي چارو د څارنې په اړه خبرې وکړې.
د یو بله خبر له مخې:
د هلمند ولایت پوهنې ریاست د سویې د تثبیت آزموینې په ترڅ کې د.ا.ا. له ۹۷۵ تنو م/جاهدینو څخه آزموینه واخیسته.
د یادې پروسې بریالي نوماندان به د رسمي ښوونځیو په بېلابېلو ټولګیو کې شامل شي.
ننګرهار
د ننګرهار ولایت پوهنې رئیس مفتي حبیب حضرت حقاني د بهسودو ولسوالۍ د ثمرخیلو عالي لېسې له اداري او تدریسي چارو څخه څارنه وکړه.
نوموړي د ښوونکو د تدریس طریقه او د زده کوونکو د زده کړې طرز و ارزاوه او مسئولینو ته یې د ښوونیزو چارو د لا ښه والي په موخه لازمې لارښوونې وکړې.
