د پوهنې وزارت د معیاري آزموینو ریاست اړوند پلاوي د ارزونې پایلې اعلان شوې
د پوهنې وزارت د معیاري آزموینو ریاست د علمي او مسلکي غړو په ګډون یو پلاوی چې د (بامیان، بدخشان، تخار، بغلان او پروان) ولایتونو د بېلابېلو ښوونځيو د زده کوونکو د لوستلو، لیکلو، ریاضیاتو او تاریخ مضمونو څخه د دوی د زده کړې د ارزونې په موخه تللی وو، اوس د یاد سفر پایلې اعلان کړې.
په دې ارزونه کې د يادو ولايتونو د بېلابېلو ښوونځيو د نهمو ټولګيو۵۰۰۰ زره زده کوونکو د رياضي او تاريخ په برخه کې له هر اړخيزې ارزونې سره مخ شول.
څه د پاسه ۲۰۰۰ زده کوونکو د آزموينې پاڼې په دقت سره وڅارل شوې او په دې برخه کې د يادو مضمونونو له ٤٥٠ استادانو سره مرکې او مشورې ترسره شوې.
پلاوي د زده کوونکو د ارزونې پایلې او نیمګړتیاوې د اړوندو ولایتونو د ښوونځیو له ښوونکو او د پوهنې ریاستونو سره شریکې او د ستونزو د حل په موخه یې له مسئولینو سره مشورې او نظرونه تبادله کړل.
