د ښوونیزې سویې د تثبیت آزموینه واخیستل شوه

media-moe
Sat, Sep 23 2023 2:22 PM
h

د پوهنې وزارت د اساسي او ثانوي زده کړو رياست د اغېزمنې کړنلارې له مخې، د هېواد په رسمي ښوونځيو کې د شاملولو په موخه،د .ا.ا.م/جاهدینو او د راستنیدونکو مهاجرینو څخه د لسم او يوولسمو ټولګيو د سویې د تثبیت آزموینه واخیستل شوه.
د یاد وزارت د اساسي او ثانوي زده کړو د آزموينو کمېټې مسئول مولوي عبدالواحد واحد يار وايي: هغه نوماندان چې شمېر يې تر ١٥٠ تنو پورې رسيږي، په ج/هادي فعاليتونو کې د بوختياوو له امله د زده کړو له دوام څخه پاتې شوې وو.
  له بلې خوا ګډون والو د یاد بهیر په اړه خوښي څرګنده کړه، دوی د ټوپک پرځای د قلم مبارزه اغېزمنه وبلله او له نورو م/جاهدینو یې هم وغوښتل، تر څو له شته فرصتونو ګټه واخلي او خپلو زده کړو ته دوام ورکړي.
مخکې له دې د پوهنې وزارت د اساسي او ثانوي زده کړو رياست د دغه ډول پروګرامونو په لاره اچولو سره هېواد ته د راستنېدونکو سلګونو تنو مهاجرينو څخه د سویې د تثبيت په موخه آزموينه اخیستې او په مطلوبو ټولګيو کې يې شامل کړي دي.

Latest news

Mon, Sep 28 2026 11:09 AM
Background image

Minister of Education Arrives in Helmand on an Official Visit

The Honorable Alhaj Mawlawi Habibullah Agha, Minister of Education of the Islamic Emirate of Afghanistan, accompanied by a delegation, arrived in Helmand Province on an official visit. . .

Tue, Aug 04 2026 9:00 AM
Background image

The Minister of Education Departed for Zabul Province on an Official Visit

Honorable Alhaj Mawlawi Habibullah Agha, Minister of Education, departed for Zabul Province on an official visit. During his visit, he met with Honorable Alhaj Abdul Rahman Hamidi,. . .

BACK TO NEWS