د پوهنې وزارت د سرپرست له لوري په بلخ ولايت کې يو ښوونځی پرانیستل شو
د پوهنې وزارت سرپرست الحاج مولوي حبیب الله آغا او ورسره مل پلاوی، چې د یو شمېر ښوونیزو او روزنیزو چارو د ترسره کولو په موخه د یوه رسمي سفر په ترڅ کې بلخ ولایت ته تللی وو، د دغه ولایت په نهرشاهي ولسوالۍ کې د احمدشاه مسعود په نامه ښوونځی پرانیست.
ياد ښوونځی د افغانستان د پوهنې د ملاتړ ادارې (OASE) له لوري د ۱۲۰ زره امریکایي ډالرو په ارزښت جوړ شوی دی، دا ښوونځی شپږ درسي ټولګي له ټولو لازمو ملحقاتو سره لري.
د ياد ښوونځي د پرانېستې په مراسمو کې، د بلخ والي الحاج محمد يوسف وفا، د ياد ولايت پوهنې رئيس الحاج عبدالجليل شهيد خېل، مخورو، علماوو او د خلکو استازو هم ګډون درلود.
په پيل کې د بلخ پوهنې رئیس، د پوهنې وزارت سرپرست، د ياد ولایت د مقام مسئولينو او مېلمنو ته ښه راغلاست ووایه او د پوهنې ریاست د کارونو، لاسته راوړنو او پرمختیايي پروګرامونو په اړه یې د پوهنې وزارت سرپرست ته هر اړخیز راپور وړاندې او د پوهنې رياست په وړاندې شته ستونزې او ننګونې يې له مسئولينو سره شريکې کړې.
ورپسې د پوهنې وزارت سرپرست د خپلو خبرو په ترڅ کې، د یاد ښوونځي د پرانيستلو او په بلخ ولایت کې د پوهنې وزارت د پلانونو له پرمختګ څخه خوښي څرګنده کړه او ویې ویل: دا خبره ښکاره ده چې د بشري ټولنې پرمختګ په لومړي قدم کې د خپل ښوونیز نظام پراختیا او پیاوړتیا ته اړتیا لري.
دغه راز نوموړي څرګنده کړه، د پوهنې وزارت هم په پام کې لري چې د نړۍ د ساینسي پرمختګونو په نظر کې نیولو او د اسلام د سپېڅلي دين او ملي ارزښتونو په چوکاټ کې یو معیاري ښوونيز نصاب رامنځته کړي تر څو له يوه لوري زموږ د ځوانانو علمي اړتياوې پوره او له بلې خوا د ټولنې په چټک پرمختګ کې ګټور تمام شي.
دغه راز د ياد ولايت والي هم د ټولنې په پرمختګ او سمون کې د علومو په ارزښت خبرې وکړې او ژمنه يې وکړه چې په ياد ولايت کې به د پوهنې وزارت د پلانونو په پلي کولو کې همکاري وکړي.
ورپسې یو تن عالم د بلخ ولایت ښوونیز وضعیت ته د پوهنې وزارت سرپرست د ورتګ او پاملرنې هرکلی وکړ او په ياد ولایت کې یې د ښوونځیو او د اسلامي زده کړو د بنسټونو ځینې ستونزې د دغه وزارت له مشرتابه سره شریکې کړې.
د غونډې په پای کې یاد ښوونځی د پوهنې وزارت او د بلخ ولایت د رهبرۍ له لوري په رسمي ډول پرانیستل شو.
غونډه د دعائیې په لوستلو سره پای ته ورسېده.
