له ولايتونو څخه د پوهنې څو لنډ خبرونه
پکتیا
د پکتيا ولايت پوهنې رياست له لوري له ۲۳۰ نوماندانو څخه رقابتي آزموينه واخيستل شوه.
هغه کسان چې معياري نمرې ترلاسه کړي، د مرکز او ولسواليو په ديني مدارسو کې به د استادانو په توګه وګمارل شي.
کابل
د يو خيريه بنسټ له لوري د کابل ولایت ده سبز ولسوالۍ په ۳۸ ښوونځیو کې، له ۱۵۰۰ یتیمو او بې وزلو زده کوونکو سره د ۱۹ قلمه ښوونيزو توکو مرسته وشوه.
ننګرهار
د ننګرهار ولایت پوهنې رئیس مفتي حبیب حضرت حقاني، په جلال اباد ښار کې د ام العلوم او جامعه المحمدیه شیخ رحيم الله په دیني مدارسو کې د څلور نیم میاشتنیو آزموینو څخه د څارنې پرمهال، نوموړي د آزموينې د پروسې پر روڼتيا هم ټينګار وکړ.
له ياد ولایت څخه د يو بل خبر له مخې:
د ننګرهار پوهنې رئیس د ياد ولايت مرکز اړوند د میا عمر لېسې د اداري او تدریسي چارو څخه څارنه وکړه، نوموړي د زده کوونکو ښوونيزه کچه وڅېړله او د درسي موادو په وېشلو سره یې هغوی زده کړو ته وهڅول.
