له ولایتونو څخه د پوهنې خبرونو لنډیز
غزني
د غزني ولايت پوهنې رئيس الحاج مولوي ميرنصير احمد حسيني، د ياد ریاست له مسئولينو او کارکوونکو سره د ليدنې پر مهال، له هغوى سره د نوي تشکيل د نهايي کېدو او د پوهنې نظارت د دندو د طرحې په اړه خبرې وکړې.
بادغیس
د پوهنې وزارت د کیفیت تضمین معینیت د څارنې او ارزونې پلاوی د بادغیس ولایت پوهنې ریاست د اداري او تدریسي فعالیتونو د څارنې په موخه، د یاد ولایت د پوهنې له رئیس مولوي محب الله احسان سره وکتل.
کاپیسا
د کاپيسا ولايت حصه اول ولسوالۍ د پوهنې آمریت، د ١٤٠٢ لمريز کال د کانکور په آزموينه کې بريالي زده کوونکي وستايل.
د یاد ولایت پوهنې رئيس مولوي محمد فريد حقاني د زده کوونکو او د هغوى کورنيو ته د مبارکۍ ورکولو په ترڅ کې، د ښوونځيو د مسئولينو او ښوونکو له هلو ځلو مننه وکړه.
د يادونې وړ ده چې د روان لمریز کال د کانکور په آزموينه کې د یاد ولايت د ښوونځيو ۱۶۹ تنه زده کوونکي لوړو زده کړو ته بریالي شوي دي.
بغلان
د بغلان ولایت پوهنې رئیس الحاج مولوي محمد نور عزیزي، د پلخمري مرکزي دارالاېتام له اداري او تدریسي چارو څخه لیدنه وکړه او د یاد ښوونیز بنسټ زده کوونکي یې د ښوونیزو او روغتیايي کڅوړو په وېشلو سره وهڅول.
پنجشېر
دپنجشېر ولايت پوهنې رئيس مولوي غلام ایشان حماس، د یاد ولايت د دره ولسوالۍ اړوند دمولوي عبدالواحد مدرسې په غونډه کې د ګډون په ترڅ کې، د یادې دیني مدرسې د مسئولينو ستونزې واوريدې او له هغوى څخه يې وغوښتل چې د هیواد د ماشومانو د سالمې روزنې په برخه کې خپلې هلې ځلې لازیاتې کړي.
