د څو ولایتونو له پوهنې ریاستونو د خبرونو لنډیز

media-moe
Tue, Sep 12 2023 3:31 PM
123

تخار

د تخار ولایت پوهنې ریاست د سیمه ییزو زده کړو د ۲۵۰ ټولګیو د تمویل په برخه کې، د سویډن کمېټې د دفتر له لوري د ACDO داخلي مؤسسې ته د مسئولیت سپارلو غونډه ترسره کړه. 
د تخار پوهنې رئیس الحاج مولوي حزب الله مبشر، د سویډن کمېټې له خدمتونو او هڅو مننه وکړه او د ACDO مؤسسې له مسئولینو یې هیله وکړه، چې د پوهنې له ریاست سره په همغږۍ او همکارۍ خپل فعالیتونه تر سره کړي.

پروان

د پروان ولایت پوهنې رئیس مفتي محمد حسن حقاني تر څارنې لاندې، د مالي لګښتونو د تطبیق او سپما په اړه غونډه جوړه شوه د پروان پوهنې رئیس د ياد ریاست له مالي مسئولينو وغوښتل، چې په مالي برخه کې روڼتيا ته جدي پاملرنه وکړي او له اضافي لګښتونو ډډه وکړي.

پکتیکا

د پکتیکا ولایت پوهنې ریاست مشرتابه پلاوي له لوري، مولوي محمد اسحق اسد د یاد ولایت د شکین ولسوالۍ د پوهنې نوي آمر په توګه کارکوونکو ته ور وپېژندل شو.
د شکین ولسوالۍ پوهنې آمر د پوهنې وزارت مشرتابه له اعتماد څخه د مننې ترڅنګ ژمنه وکړه، چې د یاد ریاست د پلانونو د پلي کولو په برخه کې به په خپل ټول توان سره صادقانه کار کوي.

پنجشېر

د پنجشېر ولایت پوهنې ریاست کې د درۍ کلن ښوونیز پلان د ترتیبولو په موخه، مشورتي غونډه جوړه شوه.
د پوهنې رئيس مولوي غلام ایشان حماس وويل: په یاده غونډه کې د پوهنې رياست د بېلابېلو څانګو له مسئولينو څخه د هغوى نظرونه وغوښتل شول او په دې اړه تفصیلي بحثونه وشول.

کاپیسا

د کاپيسا ولايت پوهنې رئيس مولوي محمد فريد حقاني، په هغه غونډه کې چې د ١٤٠٢ کال د کانکور په آزموينه کې د برياليو زده کوونکو د ستاينې په موخه جوړه شوې وه، د برياليو زده کوونکو د مبارکۍ ترڅنګ، په انساني ژوند کې د پوهنې پر ارزښت او رول خبرې وکړې.
 

Latest news

Thu, Mar 26 2026 12:54 PM
Background image

The new academic year 1405 in the cold-region provinces of the country officially commenced through special ceremonies.

The new academic year 1405 was formally inaugurated in the presence of the respected leadership of the Ministry of Education, high ranking officials, a number of esteemed members of the. . .

Tue, Jan 13 2026 12:42 PM
Background image

The Honorable Minister of Education Praised and Encouraged a Talented Student from Herat Province

The Honorable Alhaj Mawlawi Habibullah Agha, Minister of Education of the country, praised and showed special care to Mohammad Amiri, one of the talented students of the schools of. . .

Sun, Jan 11 2026 2:06 PM
Background image

Opening of a School at a Cost of Nearly 18 Million Afghanis by the Minister of Education in Kunar Province

Honorable Alhaj Mawlawi Habibullah Agha, the Minister of Education of the country, during his visit to Kunar Province, inaugurated a primary school in the Barsagi area of Asadabad City,. . .

BACK TO NEWS