په پکتیکا ولایت کې د یوې دیني مدرسې ودانۍ ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه

media-moe
Sun, Sep 10 2023 3:24 PM
افتتاح یک لیسه خصوصی در ولایت ننگرهار

د پکتیکا ولایت یوسف خېلو ولسوالۍ اړوند د برتخیلو په کلي کې، د البدریه مدرسې د ودانۍ چارې بشپړې او د یاد ولایت د رهبري پلاوي،د پوهنې ریاست مشرتابه، علماوو، د ملکي او نظامي چارواکو په ګډون، د یو لړ شاندارو مراسمو په ترڅ کې پرانیستل شوه.
د پکتیکا والي الحاج مولوي فیض الله جمال حقاني، د پوهنې رئیس او نورو ویناوالو په ټولنه کې د علماوو او دیني مدارسو د مقام په اړه خبرې وکړې او د ښوونځیو او دیني مدارسو له مسئولینو یې وغوښتل، چې د ځوانانو د سالمې ښوونې او روزنې په برخه کې لازیاتې هلې ځلې وکړي. 
د یادې دیني مدرسې ودانۍ د ۳،۵ میلیونه افغانیو په لګښت، د یو تن دیني عالم او بنسټګر جاوېد بدري او د سیمې د خلکو له لوري، په څه باندې یو جرېب ځمکه کې جوړه شوې ده.

Latest news

Mon, Sep 28 2026 11:09 AM
Background image

Minister of Education Arrives in Helmand on an Official Visit

The Honorable Alhaj Mawlawi Habibullah Agha, Minister of Education of the Islamic Emirate of Afghanistan, accompanied by a delegation, arrived in Helmand Province on an official visit. . .

Tue, Aug 04 2026 9:00 AM
Background image

The Minister of Education Departed for Zabul Province on an Official Visit

Honorable Alhaj Mawlawi Habibullah Agha, Minister of Education, departed for Zabul Province on an official visit. During his visit, he met with Honorable Alhaj Abdul Rahman Hamidi,. . .

BACK TO NEWS