په غزنی ولایت کې د یوه لومړني ښوونځي د بنسټ ډبره کېښودل شوه
د غزني ولایت واغظ ولسوالۍ اړوند په زمري کلي کې د حضرت عمر فاروق (رضي الله عنه) د لومړني ښوونځی د نوې ودانۍ بنسټ ډبره، د یاد ولایت پوهنې رئیس، ولسوال، دیني علماوو او قومي مشرانو په ګډون، د یولړ مراسمو په ترڅ کې کېښودل شوه.
په پيل کې د غزني پوهنې رئيس د یاد ښوونځي لپاره د نوې ودانۍ پر جوړېدو د خوښۍ ترڅنګ له خلکو وغوښتل، چې د خپلو اولادونو زده کړو ته لازیاته پاملرنه وکړي.
د راپورونو له مخې د یاد ښوونځي ودانۍ به د سیمه ییزو خلکو له لوري د ۱۰۰۰۰ امریکایی ډالرو په لګښت سره، په یو نیم جرېب ځمکه کې چې شپږ درسي خونې (له اړینو ملحقاتو) سره به ولري، جوړه شي.
د پوهنې مسئولینو په وینا، د یادې ودانۍ په جوړېدو سره به ټول ټال ۲۵۰ تنه زده کوونکي د یو مناسب او سالم ښوونیز چاپېریال څخه برخمن شي.
