له ولایتونو څخه د پوهنې لنډ خبرونه
هلمند
د هلمند ولايت پوهنې رياست د رهبرۍ غونډه، د یاد رياست آمرینو او مدېرانو په ګډون جوړه شوه.
په یاده غونډه کې د تېر ښوونیز کال د لاسته راوړنو او ستونزو د ارزونې تر څنګ، د نوي ښوونیز کال د پیل لپاره پر لازمو پلانونو او تیاریو تفصیلي خبرې او لازمې پرېکړې وشوې.
ننګرهار
د ننګرهار ولایت یو شمېر دیني علماوو او د مدارسو استادانو پر یو شمېر مهمو ښوونیزو مسایلو د بحث ترڅنګ، د اړوندو مدارسو ستونزې او اړتیاوې د پوهنې له رئیس سره شریکې او د همکارۍ غوښتنه یې وکړه.
د ننګرهار پوهنې رئیس د دیني مدارسو د مسؤلینو هڅې وستایلې او د همکارۍ ژمنه یې وکړه.
لوګر
د لوګر ولایت پوهنې ریاست په خپلو چارو کې د ۱۶ تنو خدماتي کارکوونکو د ګمارلو بهیر بشپړ کړ.
یاد خدماتي کارکوونکي د آزاد رقابت آزموینې له لوري په خپلو دندو کې وګمارل شول.
کاپیسا
د کاپيسا ولايت پوهنې رئيس مولوي محمد فريد حقاني، د امام اعظم( رحمه الله) دارالعلوم د آمر مولوي عبدالقهار او استادانو له لوري د هغه د قدر وړ خدمتونه او هلو ځلو له امله وستایل شو.
دایکنډي
د دايکنډي ولايت د پوهنې ریاست سرپرست او د ښوونې او روزنې آمر قاري عنايت الله سهار، په دايکنډي کې د عزيزي بانک له استازي سره وکتل او د یاد ولايت په ولسواليو کې يې د ښوونکو د معاشونو د وېش پرستونزو تفصیلي خبرې وکړې.
