له ولایتونو څخه د پوهنې خبرونه
بغلان
د بغلان ولایت د چشمه شېر لېسې اړوند د احاطوي دېوال جوړولو، د لمریزې برېښنا سیستم د نصبولو او رنګمالۍ چارې پیل شوې.ټاکل شوې ده چې یادې چارې د کډوالو نړۍ وال سازمان په مالي مرسته، تر راتلونکې یوې میاشتې پورې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.
هرات
د هرات ولایت د لیرې پرتو سیمو د مدارسو د استادانو د ۵۳۶ خالي بستونو لپاره آزموینه، د یاد ولایت د پوهنې رئیس مولوي عبدالله امیني په حضور کې واخیستل شوه.
یاده دې وي چې په دې آزموینه کې ۸۰۰ نارینه او ۸۱۰ ښځینه نوماندانو ګډون درلود.
ننګرهار
د ننګرهار ولايت پوهنې رئيس مفتي حبيب حضرت حقاني، د یاد رياست له آمرینو او مدېرانو سره ځانګړې غونډه وکړه. نوموړي د تېر ښوونیز کال لاس ته راوړنې او ستونزې و ارزولې او د راتلونکي نوي ښوونیز کال لپاره د پوهنې په برخه کې د پلانونو او چمتووالي په تړاو لازم تصميمونه ونیول شول.
دایکنډي
د دايکنډي ولايت پوهنې رياست، د یاد ولايت د ښوونځيو له زده کوونکو څخه د رقابتي آزموينو لړۍ پيل کړه.
د یاد رياست د ښوونې او روزنې آمر وويل، چې د دغه پروګرام له پيل څخه موخه، د ښوونځيو د زده کوونکو هڅونه او هغوی ته مثبته انګېزه ورکول دي.
غزني
د غزني ولایت ګډې ولایتي کمېټې، د یاد ولایت پوهنې ریاست له مسئولینو سره په کتنه کې د باکیفیته زده کړو پر برابرولو، د ښوونیزو چارو په تطبیق کې د اخلاص او شرعي مسایلو ته د پاملرنې په ګډون د یو شمېر مهمو ښوونیزو موضوعاتو په اړه خبرې وکړې.
