د پوهنې وزارت سرپرست په یوه رسمي سفر میدان وردګ ولایت ته ولاړ

media-moe
Sun, Sep 03 2023 8:23 AM
13

د پوهنې وزارت سرپرست الحاج مولوي حبیب الله آغا د یوشمېر کارپوهانو په ملتیا، د ښوونیز وضعیت څېړلو په موخه، میدان وردګ ولایت ته رسمي سفر وکړ.
په پیل کې د پوهنې وزارت سرپرست د میدان وردګ له پوهنې رئیس او مشرتابه سره له کتنې او  یاد ولایت ته د خپل سفر د موخو له بیانولو وروسته، په هغه غونډه کې ګډون وکړ، چې پکې د پوهنې ریاست مسئولین، آمرین، مدېران او ښوونکي حاضر وو.
غونډه د قرآن عظیم الشان په څو مبارکو آیتونو تلاوت سره پیل شوه او ورپسې د میدان وردګ ولایت پوهنې رئیس مولوي محمد عثمان حریت، د پوهنې وزارت سرپرست او ورسره مل پلاوي ته ښه راغلاست ووایه او د پوهنې ریاست د یو کلنو کړنو او لاسته راوړنو راپور یې پلاوي ته وړاندې کړ.
ورپسې د پوهنې وزارت سرپرست د یاد ولایت له خلکو او مسئولینو څخه د دوی د مېلمه پالنې له امله مننه وکړه او په خپلو خبرو کې یې وویل: خوښ یم چې له تاسو، د پوهنې ریاست مسئولینو او د میدان وردګ ولایت د پوهنې مینه والو سره مې له نیږدې وکتل.
نوموړي د پوهنې ریاست کارکوونکو ته په خطاب کې زیاته کړه: تاسو د پوهنې د کورنۍ غړي یاست او په تاسو لازمه ده، چې مسئول واوسئ او د خلکو او وطن په وړاندې خپل مسئولیتونه په لاښه توګه او مهربانۍ سره سرته ورسوئ. 
  د پوهنې وزارت سرپرست زیاته کړه، زموږ ښوونکو ته هم لازمه ده، چې د زده کړې په برخه کې د هېواد بچیان په اسلامي روحیه وروزي او په دې لاره کې هر ‌ډول هڅې ونه سپموي.
ورپسې یو شمېر استادانو، علماوو او د خلکو استازو د یو شمېر وړاندیزونو د وړاندې کولو په ترڅ کې، د پوهنې وزارت د پروګرامونو او پلانونو د تطبیق او په یاد ولایت کې د ښوونیز بهیر د ودې په برخه کې، مشرتابه ته له خپل لوري ملاتړ څرګند کړ.
غونډه د دعائیې په لوستلو سره پای ته ورسېده.

Latest news

Mon, Sep 28 2026 11:09 AM
Background image

Minister of Education Arrives in Helmand on an Official Visit

The Honorable Alhaj Mawlawi Habibullah Agha, Minister of Education of the Islamic Emirate of Afghanistan, accompanied by a delegation, arrived in Helmand Province on an official visit. . .

Tue, Aug 04 2026 9:00 AM
Background image

The Minister of Education Departed for Zabul Province on an Official Visit

Honorable Alhaj Mawlawi Habibullah Agha, Minister of Education, departed for Zabul Province on an official visit. During his visit, he met with Honorable Alhaj Abdul Rahman Hamidi,. . .

BACK TO NEWS