له ولایتونو څخه د پوهنې خبرونو ته لنډه کتنه
غزني
د غزني ولایت قره باغ ولسوالۍ د پوهنې آمر وايي: د یادې ولسوالۍ له مشرانو او د پوهنې له دوستو شخصیتونو او خیریه بنسټونو سره یې د ګڼو ناستو په پایله کې، په ټولیز ډول څه باندې لس میلیونه افغانۍ نقدي مرسته راټوله او د ښوونځيو د ستونزو د حل په موخه یې مصرف کړې دي.
کابل
د کابل ښار پوهنې ریاست د یو لړ مراسمو په ترڅ کې، د یاد ښار د بېلابېلو ښوونځیو ۷۸۰ تنو فارغانو ته د دولسم ټولګي شهادتنامې ووېشلې.
د یاد ښار د ښوونې او روزنې آمر، د شهادتنامو د وېش د څرنګوالي او کړنلارې په اړه ګډون والو ته معلومات ورکړل.
ننګرهار
د ننګرها پوهنې ریاست وايي: د یوه مرستندویه بنسټ استازي له پوهنې رئیس سره په لیدنه کې، په یاد ولایت کې د دریو ښوونځیو د احاطوي دېوالونو جوړولو ژمنه وکړه.
د پوهنې رئيس په وينا، د يادو دېوالونو د جوړولو چارې به د نوي تعليمي کال په لومړیو کې پيل شي.
هلمند
د هلمند ولایت پوهنې ریاست د ښوونیزو علومو او ټکنالوژۍ مرکز له لوري، د یاد ولایت د ۱۲۲ ښوونځیو ښوونکو لپاره د ظرفیت لوړونې درۍ ورځنی سیمینار دایر شو.
پنجشېر
د پنجشېر ولايت پوهنې ریاست کاري غونډه، د یاد ولايت پوهنې رئيس مولوي غلام ایشان حماس په مشرۍ، د دولتي او خصوصي ښوونیزو بنسټونو داستازو په ګډون جوړه شوه .
د پوهنې رئیس د یادې غونډې دجوړولو موخه، د پوهنې په برخه کې د ښوونې او روزنې د ستونزو حل، ثبات او د اړتياوو په ګوته کول وبلل او له ګډون والو يې وغوښتل، چې دخپلو کړنو په ترسره کولو کې دپوهنې له رياست سره همغږي شي.
