له ولایتونو څخه د پوهنې خبرونو لنډیز

media-moe
Thu, Aug 24 2023 12:36 PM
13

تخار

د تخار ولایت مرکز تالقان کې د اورته بز د نجونو عالي لېسې  د احاطوي دېوال بنسټ ډبره، د پوهنې رئیس الحاج مولوي حزب الله مبشر له لوري، د یو شمېر دیني علماوو او مخورو په حضور کې کېښودل شوه.
د یاد دېوال د جوړولو لګښت لس زره امريکايي ډالره اټکل شوى، چې د پوهنې یوه دوست شخصیت الحاج امام يار له لوري ورکول کېږي.

جوزجان

د پوهنې وزارت د کیفیت تضمین معینیت پلاوی د څارنې او ارزونې په موخه، جوزجان ولایت ته ولاړ او ټاکل شوې چې په مرکز او ولسوالیو کې د یاد ولایت د پوهنې ریاست اداري او تدریسي چارې وڅېړي.
د پوهنې رئیس الحاج مولوي محمدطاهر جواد د یاد پلاوي دکاري پلانونو دتطبيق په لاره کې له خپل لوري د آسانتياوو برابرولو ژمنه وکړه.

غزني

د غزني ولایت پوهنې رئیس الحاج مولوي میر نصیر احمد حسیني د یاد ولایت د کلاغج په کلي کې د ابوبکر صدق مدرسې اداري او تدریسي چارې وڅېړلې او د یادې مدرسې له زده کوونکو او استادانو سره یې د جلا کتنو په ترڅ کې، دهغوی اداري ستونزې او اړتياوې واوريدې او د حل په موخه يې د همکارۍ ژمنه وکړه.

نیمروز

  د نیمروز ولایت  پوهنې ریاست د دیني، عصري او تخصصي مضامینو د ۹۳۰۰ جلده درسي کتابونو د وېش لړۍ د یاد ولایت په دارالعلومونو، مدارسو او دارالحفاظونو کې پیل کړه.


دایکنډي
د دایکندي ولایت پوهنې ریاست د ښوونکو د ۳۲ بستونو لپاره له ۹۵ نوماندانو څخه د آزاد رقابت آزموینه واخیسته، په پام کې ده هغه کسان چې معیاري نمرې پوره کړي د یاد ولایت په محرومو او لرې پرتو ښوونځیو کې د ښوونکو په توګه وګمارل شي

Latest news

Mon, Sep 28 2026 11:09 AM
Background image

Minister of Education Arrives in Helmand on an Official Visit

The Honorable Alhaj Mawlawi Habibullah Agha, Minister of Education of the Islamic Emirate of Afghanistan, accompanied by a delegation, arrived in Helmand Province on an official visit. . .

Tue, Aug 04 2026 9:00 AM
Background image

The Minister of Education Departed for Zabul Province on an Official Visit

Honorable Alhaj Mawlawi Habibullah Agha, Minister of Education, departed for Zabul Province on an official visit. During his visit, he met with Honorable Alhaj Abdul Rahman Hamidi,. . .

BACK TO NEWS