له ولایتونو څخه د پوهنې لنډ خبرونه

media-moe
Tue, Aug 22 2023 12:12 PM
123


بغلان

د پوهنې وزارت د همغږۍ، څارنې او تطبیق پلاوي د یوه رسمي سفر په ترڅ کې، د بغلان ولایت پوهنې ریاست د تطبیق شوو معاشاتو مالي اسناد وڅېړل او د یاد ولایت پوهنې له رئیس الحاج مولوي محمد نورعزیزي سره یې د اړینو مسایلو په اړه بحث او خبرې وکړې.

بلخ

د بلخ ولایت پوهنې رئیس الحاج مولوي عبدالجلیل شهید خېل د یوه کاري سفر په ترڅ کې، چمتال ولسوالۍ ته ولاړ.
نوموړي د یادې ولسوالۍ د ښوونیز وضعیت ارزونې پرمهال، د پوهنې له مسئولینو، علماوو او مشرانو سره د همغږۍ غونډه وکړه او له هغوی څخه یې د چمتال ولسوالۍ له پوهنې آمریت څخه د ملاتړ غوښتنه وکړه.
په ورته مهال د یاد ولايت د چهاربولک او کشنده ولسواليو نوي ګمارل شوي آمرین او د ځينو ښوونځيو مدېران هم د پوهنې مسئولينو له لوري کارکوونکو او زده کوونکو ته ور وپېژندل شول.

هلمند

د هلمند ولايت پوهنې رئيس الحاج مولوي محمد عوض انصاري، د پوهنې عمومي وضعيت د څېړلو په موخه، د یاد ولايت سنګين او موسى کلا ولسواليو ته ولاړ او د بېلابېلو غونډو په ترڅ کې يې، د ښوونځيو له مسئولينو او ديني علماوو سره د نویو ښوونکو د ګمارنې او د دیني زده کړو د کړنلارې په اړه تفصیلي خبرې وکړې.

ننګرهار

د ننګرهار ولایت پوهنې ریاست په هلوځلو، له ګاونډیو هېوادونو له راستانه شویو زده کوونکو څخه د سویې د تثبیت آزموینه واخیستل شوه.
په پام کې ده چې د یادې آزموینې بریالي نوماندان د ښوونځیو په اووم، آتم او نهم ټولګیو کې جذب شي.
 

Latest news

Mon, Sep 28 2026 11:09 AM
Background image

Minister of Education Arrives in Helmand on an Official Visit

The Honorable Alhaj Mawlawi Habibullah Agha, Minister of Education of the Islamic Emirate of Afghanistan, accompanied by a delegation, arrived in Helmand Province on an official visit. . .

Tue, Aug 04 2026 9:00 AM
Background image

The Minister of Education Departed for Zabul Province on an Official Visit

Honorable Alhaj Mawlawi Habibullah Agha, Minister of Education, departed for Zabul Province on an official visit. During his visit, he met with Honorable Alhaj Abdul Rahman Hamidi,. . .

BACK TO NEWS