له ولایتونو څخه د پوهنې لنډو خبرونو ته کتنه

media-moe
Sat, Aug 12 2023 9:08 AM
123

هلمند

د هلمند ولایت پوهنې رئیس الحاج مولوي محمد عوض انصاري، د یاد ولایت نادعلي ولسوالۍ ته د یوه کاري سفر په ترڅ کې، د مرکزي محمدیه مدرسې، اشرفیه او سلیمان خیلو دارلعلومونو څخه لیدنه وکړه.
نوموړي د يادو دیني بنسټونو له زده کوونکو او استادانو سره د ديني زده کړو په برخه کې د هلو ځلو په تړاویې د افغانستان .ا.ا عالي رهبرۍ لارښوونې له هغوی سره شریکې او د عملي کېدو غوښتنه يې وکړه.

ننګرهار

د ننګرهار ولایت په شینوارو ولسوالۍ کې د حاجي بابا خیریه بنسټ د ښوونځیو۶۰۰ تنو زده کوونکو ته د انګلیسي ژبې، ساینسي مضامینو، املا او انشا‌ء ( د اصولې صنفي دورې لپاره) په وړیا ډول د زده کړې کورسونه جوړ او تر څنګ یې درسي مواد هم دوی ته و وېشل.

لوګر

د لوګر ولایت محمداغې ولسوالۍ د مغل خېلو لېسې د زده کوونکو والدینو، په ټولیزه توګه ۱۸ زره افغانۍ راټولې او د یادې لېسې د زده کوونکو لپاره یې د څښاک د اوبو سیستم فعال کړ. 
د يادې ولسوالۍ پوهنې آمریت د زده کوونکو د والدینو له دغه نېک اقدام څخه ستاينه وکړه او دا يې صدقه جاریه وبلله.

کابل

د کابل ولایت موسهي ولسوالۍ د پوهنې آمریت د دولسم ټولګي د ۱۷۰ تنو زده کوونکو څخه د کانکور آزمویښتي آزموینه واخیسته.
د يادې ولسوالۍ پوهنې رياست د مسئولينو په وينا، له یادې آزموينې يې موخه، د کانکور د آزموينې له طريقو او پوښتنو سره دنوماندانو اشنا کول دي.

د کابل ښار پوهنې ریاست

د کابل ښار پوهنې ریاست پلاوی، د څارنې پروګرام په لړ کې له رسمي ساعتونو بهر، دیاد ښار یو شمېر ښوونځیو ته ولاړ او په یادو ښوونځیو کې یې د شپنیو ساتونکو له شتون او فعالیت څخه څارنه وکړه او د هغوی د وضعیت او ستونزو په اړه یې وپوښتل.
له بل لوري، د يادو ښوونځیو شپني ساتونکو د خوښۍ د څرګندولو تر څنګ، يو لړ ستونزې له ورغلي پلاوي سره شريکې کړې.
 

Latest news

Mon, Sep 28 2026 11:09 AM
Background image

Minister of Education Arrives in Helmand on an Official Visit

The Honorable Alhaj Mawlawi Habibullah Agha, Minister of Education of the Islamic Emirate of Afghanistan, accompanied by a delegation, arrived in Helmand Province on an official visit. . .

Tue, Aug 04 2026 9:00 AM
Background image

The Minister of Education Departed for Zabul Province on an Official Visit

Honorable Alhaj Mawlawi Habibullah Agha, Minister of Education, departed for Zabul Province on an official visit. During his visit, he met with Honorable Alhaj Abdul Rahman Hamidi,. . .

BACK TO NEWS