د پوهنې وزارت د اسلامي زده کړو معینیت د استعدادونو د ارزونې رئیس د غزني ولایت له پوهنې ریاست څخه لیدنه وکړه 

media-moe
Thu, Aug 10 2023 12:22 PM
1323

د پوهنې وزارت د اسلامي زده کړو معینیت د استعدادونو د ارزونې رئیس مفتي عبدالولي سداد د یو پلاوي په مشرۍ، د مدارسو او اسلامي خصوصي بنسټونو لپاره د نویو منظور شویو بستونو د تطبیق په موخه، غزني ولایت ته سفر وکړ.
په پیل کې د پوهنې وزارت د استعدادونو د ارزونې رئیس، په هغه غونډه کې برخه واخیسته، چې د پوهنې ریاست د رهبرۍ پلاوي،د ولسوالیو پوهنې آمرینو او د خصوصي اسلامي زده کړو بنسټونو مسئولینو پکې ګډون درلود.
نوموړي په یاده غونډه  کې، د هېواد د دیني مدارسو د کمیت او کیفیت د ښه والي په اړه د پوهنې وزارت د پلانونو په اړه خبرې وکړې او له مسئولینو یې وغوښتل، چې د زده کوونکو د درسونو کیفیت ته جدي پاملرنه وکړي.
ورپسې د غزني ولایت  پوهنې رئیس الحاج مولوي میرنصیر احمد حسیني ورغلي پلاوي ته د ښه راغلاست تر څنګ، د یاد وزارت د  اسلامي زده کړو معینیت پروګرامونه د مدارسو د وضعیت په وده او ښه والي کې اغېزمن وګڼل او ژمنه یې وکړه چې د پوهنې وزارت یاد پروګرامونه به په ټولو ممکنو لارو چارو او هلو ځلو سره پلې کړي.
په پای کې دغونډې ګډون والو خپلې ستونزې او وړاندیزونه له یاد پلاوي سره شریک کړل، چې د پوهنې وزارت د استعدادونو د ارزونې رئیس له لوري یې د همکارۍ ژمنه وشوه.

Latest news

Mon, Sep 28 2026 11:09 AM
Background image

Minister of Education Arrives in Helmand on an Official Visit

The Honorable Alhaj Mawlawi Habibullah Agha, Minister of Education of the Islamic Emirate of Afghanistan, accompanied by a delegation, arrived in Helmand Province on an official visit. . .

Tue, Aug 04 2026 9:00 AM
Background image

The Minister of Education Departed for Zabul Province on an Official Visit

Honorable Alhaj Mawlawi Habibullah Agha, Minister of Education, departed for Zabul Province on an official visit. During his visit, he met with Honorable Alhaj Abdul Rahman Hamidi,. . .

BACK TO NEWS