له ولایتونو څخه د پوهنې د کړنو څو لنډ راپورونه

media-moe
Wed, Aug 09 2023 10:47 AM
۱۲۳

 بغلان

 د بغلان ولایت پوهنې رئیس الحاج مولوي محمد نور عزیزي، د ياد ولایت مرکز اړوند د شمرق عالي لېسې له اداري او تدریسي چارو څخه د څارنې په ترڅ کې، د زده کوونکو د والدینو شورا له فعاليتونو څخه، چې د يادې لېسې په برخه کې يې کړې وو، ستاینه وکړه.
نوموړي له نورو هېوادوالو څخه هم وغوښتل چې د پوهنې پرمختګ په برخه کې له دوی سره همکاري وکړي

 همدارنګه:

دبغلان ولايت پوهنې رياست اداري غونډه د ياد ولايت پوهنې رئيس الحاج مولوي محمد نورعزيزي په مشرۍ جوړه شوه. 
په ياده غونډه کې، د ښوونيز کيفيت په لوړوالي، د تدریسي موادو او تجهیزاتو په ښه مدېریت او د ښوونځيو له کړنو څخه دښې څارنې په تړاو تفصيلي بحثونه وشول.

 دایکنډي

 د دایکنډي ولایت پوهنې رئیس الحاج مفتي رحمت الله مدثر تر نظارت لاندې، د همکارو ادارو او پوهنې ریاست تر منځ د همغږۍ غونډه جوړه شوه او د یادو بنسټونو د مسئولینو تر منځ د ښوونیزو فعاليتونو په برخه کې، د لازياتې همغږۍ په تړاو نظرونه تبادله شول. 

 پنجشېر

 دپنجشېر ولايت پوهنې رئيس مولوي غلام ايشان حماس، د پوهنې په برخه کې د همکارو بنسټونو له استازو سره وکتل او دښوونځيو دسيمه ييزو درسي ټولګيو فعاليت ، د ښوونکو د معاشونو ورکړې او يو شمېر نورو ستونزو د حل په باب، تفصيلي بحثونه وشول.

Latest news

Mon, Sep 28 2026 11:09 AM
Background image

Minister of Education Arrives in Helmand on an Official Visit

The Honorable Alhaj Mawlawi Habibullah Agha, Minister of Education of the Islamic Emirate of Afghanistan, accompanied by a delegation, arrived in Helmand Province on an official visit. . .

Tue, Aug 04 2026 9:00 AM
Background image

The Minister of Education Departed for Zabul Province on an Official Visit

Honorable Alhaj Mawlawi Habibullah Agha, Minister of Education, departed for Zabul Province on an official visit. During his visit, he met with Honorable Alhaj Abdul Rahman Hamidi,. . .

BACK TO NEWS