د غزني ولایت مرکز اړوند په قلعه آزاد کلي کې، د یو ښوونځي د بنسټ ډبره کېښودل شوه 

media-moe
Tue, Aug 08 2023 11:04 AM
123

د غزني ولایت مرکز اړوند په قلعه آزاد کلي کې، د آزاد خان بابا د منځني ښوونځي  د ودانۍ بنسټ ډبره، د یو لړ هغو مراسمو په ترڅ کې چې د یاد ولایت پوهنې ریاست مسئولینو، دیني عالمانو، قومي مشرانو، ښوونکو او زده کوونکو پکې ګډون درلود، کېښودل شوه. 
د یاد ولایت پوهنې رياست د انسجام رئیس مولوي حکیم داد حکيمي په وينا، په پام کې ده، چې ياد منځنى ښوونځى په پینځه جرېبه ځمکه کې د ۱۵میلیونه افغانیو په لګښت سره په دوو پوړونو کې چې شپاړس درسي خونې او نور ضروري ملحقات به ولري، جوړ شي.
د نوموړي په وینا د یاد ښوونځي د ودانۍ مالي لګښت د مرحوم آزاد خان بابا کورنۍ له لوري ورکول کیږي.
د يادونې وړ ده، چې اوس مهال د یاد منځني ښوونځي زده کوونکي په یوه کرایي کور کې په زده کړو بوخت دي، چې د دې ودانۍ په جوړېدو سره به يې شته ستونزه هواره شي.
د یاد ولایت پوهنې ریاست مشرتابه، د مرحوم آزاد خان د کورنۍ له مرستې او همکارۍ د قدردانۍ تر څنګ له خلکو وغوښتل، چې له پوهنې ریاست سره په مادي او معنوي توګه همکاري وکړي او خپل ماشومان د دیني او عصري علومو د زده کړو په موخه، مدارسو او ښوونځیو ته واستوي. 
په پای کې یاده غونډه د دعائیې په لوستلو سره پای ته ورسېده.

Latest news

Mon, Sep 28 2026 11:09 AM
Background image

Minister of Education Arrives in Helmand on an Official Visit

The Honorable Alhaj Mawlawi Habibullah Agha, Minister of Education of the Islamic Emirate of Afghanistan, accompanied by a delegation, arrived in Helmand Province on an official visit. . .

Tue, Aug 04 2026 9:00 AM
Background image

The Minister of Education Departed for Zabul Province on an Official Visit

Honorable Alhaj Mawlawi Habibullah Agha, Minister of Education, departed for Zabul Province on an official visit. During his visit, he met with Honorable Alhaj Abdul Rahman Hamidi,. . .

BACK TO NEWS