له ولایتونو څخه د پوهنې څو لنډ خبرونه

media-moe
Sun, Aug 06 2023 10:53 AM
123

دایکنډي

د دايکنډي ولايت د اشترلي ولسوالۍ، تګاب کلي، د کورګه سفلي عالي لېسې لومړني ښوونځي زده کوونکو لپاره یو الحاقیه ټولګی جوړ شو.
 د یاد ولایت پوهنې رئیس په دې اړه وويل: د دغه ټولګي فعالولو چارې د ځایي خلکو په وړانديز او له ښوونځي سره د واټن لرلو له امله شوي دي.

بلخ

د بلخ ولایت پوهنې رئیس الحاج مولوي عبدالجلیل شهید خېل د یاد ولایت د تخنیکي او مسلکي زده کړو له آمر مولوي نورالله صلاح الدین سره وکتل او د دواړو تحصیلي بنسټونو ترمنځ یې د همغږۍ په اړه تفصیلي خبرې وکړې.
په دې کتنه کې د تخنيکي او مسلکي زده کړو رئیس، د زده کوونکو لپاره د کتابونو او نورو درسي موادو په برابرولو کې، د بلخ له پوهنې رياست څخه د لا زياتې همکارۍ غوښتنه وکړه چې د پوهنې رئیس له لوري ورسره د همکارۍ ژمنه وشوه.

هلمند

په هلمند ولايت کې د يوې مرستندويه مؤسسې له لوري، د یاد ولايت له پوهنې رياست سره د پنځه قلمه ښوونيزو توکو مرسته وشوه .
د هلمند ولایت پوهنې رياست له مرستې د ستاينې په ترڅ کې، د يادو توکو پر عادلانه وېش ټينګار وکړ.

د یو بل خبر له مخې:

د هلمند ولايت پوهنې رياست غوښتنو له مخې، محمد ولي رازقي د عبدالصمد روحاني لېسې مدېر په توګه، مولوي ګل احمد د تپه بولان لېسې مدېر په توګه او مولوي محمد عمر بهيرد امان الله خان لېسې مدېر په توګه د یو لړ شانداره مراسمو په ترڅ کې نوي و ټاکل شول او  په کارونو يې پيل وکړ. 

ننگرهار

یوې مرستندویه مؤسسې د هسکې مېنې په ولسوالۍ کې د ۳۳ سیمه ییزو ټولګیو څه باندې ۱۰۰۰ تنو زده کوونکو لپاره، د زده کړې مواد، روغتیايي کڅوړو او د ماشومانو د لوبو سامانونو مرسته وکړه.
د پوهنې ریاست له یادې ادارې مننه وکړه او د همکاریو د دوام غوښتنه یې وکړه.
 

Latest news

Mon, Sep 28 2026 11:09 AM
Background image

Minister of Education Arrives in Helmand on an Official Visit

The Honorable Alhaj Mawlawi Habibullah Agha, Minister of Education of the Islamic Emirate of Afghanistan, accompanied by a delegation, arrived in Helmand Province on an official visit. . .

Tue, Aug 04 2026 9:00 AM
Background image

The Minister of Education Departed for Zabul Province on an Official Visit

Honorable Alhaj Mawlawi Habibullah Agha, Minister of Education, departed for Zabul Province on an official visit. During his visit, he met with Honorable Alhaj Abdul Rahman Hamidi,. . .

BACK TO NEWS