د پوهنې وزارت د وړتیاوو او استعدادونو ارزونې رئیس، خوست ولایت ته سفر وکړ

media-moe
Sat, Aug 05 2023 7:49 PM
ghj

د پوهنې وزارت د اسلامي زده کړو معینیت د وړتیاوو ارزونې رئیس مفتي عبدالولي سداد په مشرۍ یو پلاوي، په مدارسو کې د وړ کسانو ګمارنې په موخه خوست ولايت ته سفر وکړ.
په پیل کې پلاوي د یاد ولایت له والي الحاج ملا بسم الله عبدالله سره د هغه په دفتر کې وکتل او د یاد ولایت په مدارسو او دیني بنسټونو کې یې د نویو ګمارنو پر څرنګوالي هر اړخیز بحث وکړ.
ورپسې یاد پلاوي د پوهنې ریاست له رئیس او مشرتابه او د یاد ولایت د اسلامي زده کړو مرکزونو له مسئولینو سره وکتل او د مدارسو د زده کوونکو او پرسونل د دقیقې احصایې د چمتو کولو په اړه یې هغوی ته لازمې لارښوونې وکړې.
په دې کتنه کې د ديني زده کړو بنسټونو لپاره د بستونو وېش او د يادو بستونو د ټاکلو  په اړه د مسئولينو ترمنځ مشورې او نظرونه تبادله شول.
 د همدغو ناستو په دوام، د وړتیاووارزونې رئیس، د خوست جهادي مدرسې، سراج الاسلام مدرسې او د یاد ولایت دارالایتام څخه د لیدنې په ترڅ کې، دهغوی ستونزې او وړاندیزونه واورېدل او د حل په برخه کې یې د همکارۍ ژمنه وکړه

Latest news

Mon, Sep 28 2026 11:09 AM
Background image

Minister of Education Arrives in Helmand on an Official Visit

The Honorable Alhaj Mawlawi Habibullah Agha, Minister of Education of the Islamic Emirate of Afghanistan, accompanied by a delegation, arrived in Helmand Province on an official visit. . .

Tue, Aug 04 2026 9:00 AM
Background image

The Minister of Education Departed for Zabul Province on an Official Visit

Honorable Alhaj Mawlawi Habibullah Agha, Minister of Education, departed for Zabul Province on an official visit. During his visit, he met with Honorable Alhaj Abdul Rahman Hamidi,. . .

BACK TO NEWS