د ولایتونو له پوهنې ریاستونو څخه څو لنډ خبرونه

media-moe
Mon, Jul 31 2023 2:38 PM
123

ننګرهار

د ننګرهار ولایت د پوهنې یو دوست شخصیت، په خپل شخصي لګښت ( ۳۵ زره ۲۰۰ افغانیو په ارزښت)، د یاد ولایت خوګیاڼو ولسوالۍ د نجونو قیلغ مکتب، ۸۸ زده کوونکو لپاره څپلۍ وپېرلې، چې د یاد ولایت پوهنې ریاست مشرتابه، د دغه علمي خواخوږي هېوادوال له نېک احساس څخه قدرداني او مننه وکړه.

د یوبل خبر له مخې

د ننګرهار ولایت پوهنې ریاست سواد زده کړې مدېریت د یاد ولایت کرنې او مالدارۍ ریاست کارکوونکو لپاره، د سواد زده کړې یو ټولګی جوړ او هغوی ته یې د زده کړې زمینه برابره کړه.
د یاد ولایت کرنې ریاست، د پوهنې مشرتابه له دغه اقدام څخه هرکلی وکړ.

تخار

د تخار ولایت پوهنې ریاست مشورتي غونډه، د یاد ولایت پوهنې رئیس مولوي حزب الله مبشر تر څارنې لاندې د اړوندو ادارو د استازو او کارکوونکو په ګډون جوړه شوه.
د غونډې په ترڅ کې، د ښوونځيو لپاره د تدریسي موادو او خېمو د وېش په اړه تفصیلي بحثونه او مشورې وشوې. 

غزني

د غزني ولایت ښوونې او روزنې آمر د خپل کاري پروګرام په ترڅ کې، د مرکز اړوند ښوونځیو او خصوصي ښوونیزو کورسونو اداري او تدریسي فعالیتونه وڅېړل.
نوموړي له مسئولینو وغوښتل، چې خپل ټول فعالیتونه د پوهنې وزارت د قوانینو او کړنلارو په رڼا کې تنظیم کړي.

دایکنډي

د دایکنډي ولایت پوهنې ریاست اداري غونډه، د یاد ولایت پوهنې رئیس مفتي رحمت الله مدثر په مشرۍ ترسره شوه او د بېلابېلو اداري مسایلو په اړه لازم تصمیمونه ونیول شول.
دغه راز په دې غونډه کې، د یاد ولايت پوهنې رياست د تفتیش یا پلټنې او بشري سرچینې مدېران چې په يادو پوستونو نوي ګمارل شوي وو، د پوهنې رئيس له لوري کارکوونکو ته ور وپېژندل شول.

Latest news

Mon, Sep 28 2026 11:09 AM
Background image

Minister of Education Arrives in Helmand on an Official Visit

The Honorable Alhaj Mawlawi Habibullah Agha, Minister of Education of the Islamic Emirate of Afghanistan, accompanied by a delegation, arrived in Helmand Province on an official visit. . .

Tue, Aug 04 2026 9:00 AM
Background image

The Minister of Education Departed for Zabul Province on an Official Visit

Honorable Alhaj Mawlawi Habibullah Agha, Minister of Education, departed for Zabul Province on an official visit. During his visit, he met with Honorable Alhaj Abdul Rahman Hamidi,. . .

BACK TO NEWS