له ولایتونو څخه د پوهنې څو لنډ خبرونه
تخار
د تخار ولايت پوهنې رئیس مولوي حزب الله مبشر په مشرۍ، د ياد ولايت د دارالحفاظونو او مدارسو لپاره د اسلامي زده کړو د ځانګړو شوو بستونو وېش په اړه، له مسئولینو سره مشورتي غونډه ترسره شوه.
دغه راز په غونډه کې پر يو شمېر مهمو موضوعاتو دخبرو ترڅنګ، يوې مؤظفې کمېټې ته دنده وسپارل شوه، چې د نوي تشکيلاتي جوړښت د تطبيق په برخه کې د فعاليتونو په اړه، رياست مقام ته راپور ورکړي.
سمنګان
د سمنګان ولايت د پوهنې ریاست اداري او تدریسي غونډه، د ياد ولایت پوهنې رئيس مولوي نصرت الله فیضاني تر څارنې لاندې جوړه شوه.
د پوهنې رئيس په خپلو خبرو کې د يادې غونډې له جوړېدو موخه، د مامورينو او مراجعينو د ستونزو حل، په اداري بهير کې د آسانتياوو رامنځته کول او د درسي کيفيت او ظرفيتونو لوړول وښودل.
هرات
په هرات کې د ترکیې (ټيکای) دفتر، د ياد ولایت پوهنې ریاست د سواد زده کړې آمريت سره شل زره ټوکه کتابونه مرسته وکړه.
یاد کتابونه د ټيکای دفتر مسؤل (عرفات دینز) له لوري د هرات پوهنې رئیس ته وسپارل شول.
د ياد ولايت د پوهنې رئيس مولوي عبدالله اميني، د ټيکای ادارې له پرله پسې همکارۍ څخه د مننې ترڅنګ، دغه کړنه په ټولنه کې د بې سوادۍ د له منځه وړلو لپاره يو مهم ګام وباله او د هرات له پوهنې رياست سره يې د دې ادارې د لا زياتې همکارۍ غوښتنه وکړه.
کندهار
د کندهار ولایت د نېش ولسوالۍ پوهنې او څارنې مسؤلينو، د یوه کاري پروګرام په لړ کې، د يادې ولسوالۍ د یو شمېر ښوونځیو اداري او ښوونيزې چارې وڅېړلې.
يادو مسؤلینو د خپل کاري سفر په ترڅ کې له ښوونکو او زده کوونکو سره په جلا جلا توګه وکتل او له هغوی څخه يې د ښوونې او روزنې د کيفيت لوړولو په برخه کې د همکارۍ غوښتنه وکړه.
ننګرهار
د ننګرهار پوهنې ریاست د ياد ولایت په مرکز او ولسوالیو کې د پوهنې له مسؤلینو وغوښتل، چې د څلور نیم میاشتنیو آزموینو له پای ته رسېدو وروسته دې د زده کوونکو درسونه په نورمال ډول پیل کړي.
