د هېواد شمالي ولایتونو ته د پوهنې وزارت د انساني سرچینو لوی رئیس سفر وکړ.

media-moe
Thu, Jul 27 2023 12:41 PM
123

 د پوهنې وزارت د انساني سرچینو لوی رئیس مفتي محمد یوسف ثاقب، د یادې ادارې له یو شمېر کارپوهانو سره یو ځای د هېواد شمالي (بغلان، کندز، تخار او بدخشان) ولايتونو ته سفر وکړ.
 ياد پلاوي د بغلان ولایت پوهنې ریاست له بېلابېلو څانګو څخه د لیدنې پر مهال، له پوهنې رئیس او د ياد رياست له یو شمېر مدېرانو سره په ښوونځیو کې د يو لړ ستونزو په ځانګړې توګه د ښوونکو د کمښت او تشکيلاتي کمبود په اړه خبرې وکړې.
 د خبرو په ترڅ کې د ښوونيزو بنسټونو د تأسیس، د زده کونکو او په ځانګړې توګه د یتیمو زده کونکو د احصایې راټولولو او  د ښوونکو او کارمندانو ګمارلو په اړه د پریزنټیشنونو له لارې معلومات ورکړل شول.
 د سفر په دوام ياد پلاوي، له اړوندو مسئولینو سره د مراجعینو په کارونو کې چټکتیا، پر وخت تطبیق او ښه چلند په اړه خبرې وکړې او په پای کې يې د مراجعینو  شکایتونه هم واورېدل.

Latest news

Mon, Sep 28 2026 11:09 AM
Background image

Minister of Education Arrives in Helmand on an Official Visit

The Honorable Alhaj Mawlawi Habibullah Agha, Minister of Education of the Islamic Emirate of Afghanistan, accompanied by a delegation, arrived in Helmand Province on an official visit. . .

Tue, Aug 04 2026 9:00 AM
Background image

The Minister of Education Departed for Zabul Province on an Official Visit

Honorable Alhaj Mawlawi Habibullah Agha, Minister of Education, departed for Zabul Province on an official visit. During his visit, he met with Honorable Alhaj Abdul Rahman Hamidi,. . .

BACK TO NEWS