د پوهنې وزارت د تشکيلاتو رئيس، د يوه کاري سفر په ترڅ کې سمنګان ولايت ولاړ.

media-moe
Thu, Jul 27 2023 12:24 PM
123

 د پوهنې وزارت د تشکيلاتو رئیس مفتي عبدالحلیم حلیمي او ورسره مل پلاوي د سمنګان ولایت پوهنې ریاست د  تشکيلاتي چارو د تطبیق او د ښوونيزو ستونزو د حل په موخه سمنګان ولایت ته سفر وکړ.
 په پيل کې، د ياد وزارت د تشکيلاتو رئیس، د یاد ولایت د پوهنې له رئیس او نورو کلیدي څانګو آمرانو سره وکتل او د پلاوي د سفر موخې یې له هغوی سره شریکې کړې.
 ورپسې د سمنګان ولايت پوهنې ریاست، د نوي تشکيلاتي جوړښت د تطبيق په اړه بحث او د نظرونو تبادله وشوه.
 په پای کې د تشکيلاتو رئيس له کارکوونکو څخه وغوښتل، چې په خپلو ورځنيو چارو کې د ياد وزارت ټولې کړنلارې، مقررات او قوانين مراعات کړي او د نظم او اداري د قوانينو په مراعاتولو له مراجعينو سره ښه چلند وکړي.
 نوموړي همدا راز د ادارې له مشرتابه وغوښتل، چې د نوي تشکيلاتي جوړښت په پلي کولو کې د کارکوونکو لياقت او وړتيا په پام کې ونيسي او د ګمارنې له بهير څخه په دوامداره توګه څارنه وکړي.

Latest news

Mon, Sep 28 2026 11:09 AM
Background image

Minister of Education Arrives in Helmand on an Official Visit

The Honorable Alhaj Mawlawi Habibullah Agha, Minister of Education of the Islamic Emirate of Afghanistan, accompanied by a delegation, arrived in Helmand Province on an official visit. . .

Tue, Aug 04 2026 9:00 AM
Background image

The Minister of Education Departed for Zabul Province on an Official Visit

Honorable Alhaj Mawlawi Habibullah Agha, Minister of Education, departed for Zabul Province on an official visit. During his visit, he met with Honorable Alhaj Abdul Rahman Hamidi,. . .

BACK TO NEWS