د ولایتونو له پوهنې رياستونو څخه څو لنډ خبرونه

media-moe
Thu, Jul 27 2023 10:24 AM
123

پنجشېر

 ټاکل شوې ده، چې د پنجشېر ولایت د ۲۰ بابه ښوونځیو ودانۍ د یوې مرستندویه مؤسسې له لوري جوړې او ترميم شي.
 د ياد ولايت پوهنې رئيس مولوي غلام ايشان حماس له يادې مؤسسې څخه د مننې ترڅنګ، د چارو له مسئولینو څخه وغوښتل، چې ژر تر ژره د ښوونځيو جوړېدو چارې همغږې او پيل کړي.

لوګر

د پوهنې وزارت د څارنې او ارزونې پلاوي، د لوګر ولایت د پوهنې ریاست د اداري او تدریسي کړنو د څارنې او ارزونې په موخه، ياد ولایت ته سفر وکړ.
ټاکل شوې ده، چې د پوهنې وزارت پلاوی به د یاد ولایت په مرکز او ولسوالیو کې د دولتي او خصوصي ښوونيزو ادارو فعالیتونه هم وڅېړي.
 د لوګر ولايت پوهنې رئیس مولوي جنت ګل عزیز، د څارنې بهیر د فعالیتونو د روڼتیا په برخه کې اغېزمن وباله او ژمنه یې وکړه چې یاد ریاست به له پلاوی سره د ارزونې په برخه کې، د آسانتیاوو په برابرولو کې همکاري وکړي.

 نورستان

 د لوړو زده کړو وزارت پلاوي د کانکور آزموينې د اخيستلو په موخه، نورستان ولايت ته د خپل سفر په ترڅ کې د ياد ولايت په مرکز او ولسواليو کې د پوهنې د آمرانو او کارکوونکو لپاره يو ښوونيز سيمينار جوړ کړ، چې په ترڅ کې يې ښوونکو او د کانکور آزموينې نوماندانو ته د آزموينې د پروسې په اړه لازمې لارښوونې او اصول ور وښودل شول.

پکتیا

 د پکتیا ولایت د امرباالمغروف او نهې عن المنکر ریاست مشرتابه، د ياد ولایت د پوهنې ریاست له مسئولینو او کارکوونکو سره وکتل او د شرعي مسایلو په اړه یې ورسره خبرې وکړې.
 د يادې ادارې مسئولينو د پوهنې رياست له کارکوونکو وغوښتل، چې خپل ټول شخصي او مسلکي کارونه او مسئوليتونه د اسلامي شريعت په چوکاټ کې تنظيم او ترسره کړي.
 
 همدارنګه،  د دغه ولایت د پوهنې رئیس د ښاري پوهنې له آمر سره په ګډه د شهید ملک ابراهیم لېسې څخه لیدنه وکړه او د چارو د ښه والي په موخه یې د يادې لېسې ښوونکو او مسئولینو ته لازمې لارښوونې وکړې.
 

Latest news

Mon, Sep 28 2026 11:09 AM
Background image

Minister of Education Arrives in Helmand on an Official Visit

The Honorable Alhaj Mawlawi Habibullah Agha, Minister of Education of the Islamic Emirate of Afghanistan, accompanied by a delegation, arrived in Helmand Province on an official visit. . .

Tue, Aug 04 2026 9:00 AM
Background image

The Minister of Education Departed for Zabul Province on an Official Visit

Honorable Alhaj Mawlawi Habibullah Agha, Minister of Education, departed for Zabul Province on an official visit. During his visit, he met with Honorable Alhaj Abdul Rahman Hamidi,. . .

BACK TO NEWS