له ولایتونو دپوهنې خبرونو لنډیز

media-moe
Mon, Jul 17 2023 2:10 PM
123

کابل

د کابل ولایت پغمان ولسوالۍ په قلعه عمر کلي کې د تعليم القرآن په نامه دیني مدرسه پرانیستل شوه.
 د دغه ديني مدرسې پرانيستلو په مراسمو کې د پوهنې آمريت مسؤلینو، دیني عالمانو، مجاهدینو او قومي مخورو ګډون کړی وو او هر یوه په خپل وار د ټولنې په اصلاح کې د دیني زده کړو او روزنې په ګټو خبرې وکړې او په دې برخه کې یې د دیني عالمانو دریځ مهم وباله. 

ارزګان

د ارزګان ولایت پوهنې ریاست اداري غونډه د دغه ولایت  پوهنې رئیس الحاج مولوي شمس الله اخندزاده کامران په مشرۍ د والي الحاج مولوي محمد علي جان ،  پوهنې او نورو سیمه ییزو ادارو د مسؤلینو په ګډون جوړه شوه.
په دې کتنه کې د اروزګان والي د علومو د زده کړې پر ارزښت خبرې وکړې او له پوهنې  رياست سره يې د همکارۍ د دوام ژمنه وکړه.

 
هرات

د هرات ولايت پوهنې رئيس مولوي عبدالله اميني د دغه ولايت جهادي مدرسې د څارنې او د دغې ديني مدرسې له مسؤلينو او زده کوونکو سره د ليدنې پر مهال د يادې مدرسې  ستونزې او فعاليتونه هم وارزول.

پکتیا

د پکتیا ولایت پوهنې ریاست، د دغه ولایت د صدقه سوريه خیریه بنسټ او  د یتیمانو مدرسې ناظم او مسؤلين د دوی د ارزښتناکو خدمتونو له امله د ستاینلیک په ورکولو سره وستایل.
د هغه ولایت پوهنې رئیس مولوي عبدالحکیم خالد وویل: زموږ یو له کاري لومړیتوبونو څخه د یتیمانو سره مرسته او هغوی ته د زده کړو آسانتيا برابرول دي.

لوګر

د لوګر ولایت پوهنې رئیس مولوي جنت ګل عزیز د دغه ولایت ازرې ولسوالۍ د پوهنې له آمريت څخه لیدنه وکړه او د دغه آمريت ښوونیز فعالیتونه یې له نيږدې وکتل.
نوموړي د منګل لېسې آزموينې له بهير څخه د ليدنې تر څنګ د ازرې ولسوالۍ د ښوونکو او پوهنې تدريسي فعاليتونو ستاينه وکړه او مسؤلينو ته يې د چارو د لا ښه والي په موخه لازمې لارښوونې وکړې.
 

Latest news

Mon, Sep 28 2026 11:09 AM
Background image

Minister of Education Arrives in Helmand on an Official Visit

The Honorable Alhaj Mawlawi Habibullah Agha, Minister of Education of the Islamic Emirate of Afghanistan, accompanied by a delegation, arrived in Helmand Province on an official visit. . .

Tue, Aug 04 2026 9:00 AM
Background image

The Minister of Education Departed for Zabul Province on an Official Visit

Honorable Alhaj Mawlawi Habibullah Agha, Minister of Education, departed for Zabul Province on an official visit. During his visit, he met with Honorable Alhaj Abdul Rahman Hamidi,. . .

BACK TO NEWS