د ولایتونو د پوهنې له ریاستونو  څخه څو لنډ خبرونه

media-moe
Tue, Jul 04 2023 3:14 PM
۱۲۳۳

 هلمند

د هلمند ولایت د پوهنې رئیس الحاج مولوي محمد اسماعیل سعادت د دغه ولایت د رسمي او خصوصي ديني مدارسو له مسؤلینو  سره وکتل او د يادو مدارسو د اداري او درسي فعالیتونو د ښه والي په اړه یې ورسره خبرې وکړې.
په دې غونډه کې د پوهنې وزارت له لوري پر مالي مرستو، د طرزالعملونو د تطبیق او د پوهنې وزارت اړوند درسي نصاب پر طرحې هم خبرې وشوې.
له بلې خوا يادو مسوولينو د خپلو ديني مدرسو ستونزې او وړانديزونه وړاندې کړل او په دې برخه کې يې د همکارۍ غوښتنه وکړه، چې د پوهنې رياست د مشرتابه پلاوي له خوا ومنل شول.

نیمروز

 د نیمروز ولایت د پوهنې ریاست اداري غونډه د دغه ولایت د پوهنې رئیس الحاج مولوي ګل احمد حقاني تر نظارت لاندې جوړه شوه.  په دې کتنه کې د نيمروز د پوهنې رئيس له ټولو مسوولينو او کارکوونکو وغوښتل چې د پوهنې وزارت د قوانينو او لوايحو په رڼا کې خپلې دندې ترسره کړي.
لغمان 
د لغمان ولايت د پوهنې رئيس مولوي شاه جهان ساجد د ياد رياست د مرکزي ادارې د کارکوونکو کړنې او دندې له نيږدې وڅارلې او د يادې ادارې د کارکوونکو د هلو ځلو د ستاينې په ترڅ کې يې له هغوی څخه وغوښتل چې د اصولو سره سم اجراات وکړي او خپلو دندو ته پابند و اوسي.

د دې ولایت د يو بل خبر له مخې ؛

 د عليشنګ ولسوالۍ د پوهنې آمر  د دغه آمريت له کارکوونکو سره د لیدنې پر مهال ، څلور نیم میاشتنيو ازموینو د اخیستلو، د پوهنې د ادارو په اداري او تدریسي چارو کې د اساسي کړنلارو تطبیق او د ځینو نورو اړینو مسایلو په اړه خبرې وکړې .

بغلان

د بغلان ولایت د پوهنې رئیس الحاج مولوي محمد نور عزیزي د دغه ولایت د علماوو شورا له رئیس شیخ کمال الدین حقاني سره وکتل.
په دې کتنه کې دواړو لورو په دغه ولايت کې د ماشومانو د ښوونې او روزنې په برخه کې د يادو رياستونو د همکارۍ او همغږۍ په باب خبرې وکړې او په خپلو همکاريو يې ټينګار وکړ.
 

Latest news

Mon, Sep 28 2026 11:09 AM
Background image

Minister of Education Arrives in Helmand on an Official Visit

The Honorable Alhaj Mawlawi Habibullah Agha, Minister of Education of the Islamic Emirate of Afghanistan, accompanied by a delegation, arrived in Helmand Province on an official visit. . .

Tue, Aug 04 2026 9:00 AM
Background image

The Minister of Education Departed for Zabul Province on an Official Visit

Honorable Alhaj Mawlawi Habibullah Agha, Minister of Education, departed for Zabul Province on an official visit. During his visit, he met with Honorable Alhaj Abdul Rahman Hamidi,. . .

BACK TO NEWS